کورپاڼه / بېلا بېل / د ښوونځیو په څېر کارکوونکو ته لنډه وقفه د هغوی وړتیاوې ډېروي

د ښوونځیو په څېر کارکوونکو ته لنډه وقفه د هغوی وړتیاوې ډېروي

ارواپوهان او روغتیا پالان وایي، که چېرته په دفترونو او کار ځایونو کې کارکوونکو ته د ښوونځي د ماشومانو په څېر تفریح یا ځنډ وقفه ورکړل شي، نو فشار به ترې کم شي او په فعالیتونو کې به یې ښه والی رامنځته شي.

دوی وایي چې د سهار پرمهال د پورته کېدو سره انسان یو څه کمزوری او سست وي چې بیا یې همدغه کمزوري او سستي د ټولې ورځې کارونه اغېزمنوي، نو ځکه په دې باندې ټینګار کوي چې که چېرته ادارې خپلو کارکوونکو ته د ورځې په جریان کې لږه غوندې وقفه ورکړي نو ګټور به تمام شي.

د شمالي کیرولاینا پوهنتون د ارواپوهنې استاده صوفیه چو وایي، که چېرته پنځه دقیقې وقفه هم ورکړل شي نو ډېرې ګټې لرلی شي او تجربې هم دا ښیې چې له کارونو څخه لږ غوندې وقفه هم د انسان وړتیاوې رابېداروي.

په دې اړه ارواپوهانو څېړنې هم ترسره کړي او د خوب د دوران او د خوب د معیار، ستړیا او د نورو احساساتو په اړه ترې پوښتنه شوي او تر لس ورځو یې په تفصیل سره څېړنه کړې او معلومه کړې یې ده چې د کار پرمهال لنډه غوندې وقفه د کارکوونکو فشار له منځه وړي او وړتیاوې یې بیداروي.

ډاکتر صوفیه وایي، چې د کار پرمهال لنډه وقفه وړټیاوې ډېروي او ادارې باید دغه ټکی په پام کې ونیسي او دود دې یې کړي.

دا هم ولولئ

هغه رنګونه چې د ښه خوب لپاره اغېزمن تمامېږي

خوب د انسان د بدن او روغتیا لپاره ډېر اړین وي، خو پوښتنه داده چې …