کورپاڼه / هنر او کلتور / انوپم کیر: د ګنجي کېدو په سبب وېرېدم چې په فلمونو کې به کار راته پیدا نه شي

انوپم کیر: د ګنجي کېدو په سبب وېرېدم چې په فلمونو کې به کار راته پیدا نه شي

د بالیووډ وتلی اداکار یا هنرمند انوپم کیر وایي، کله چې یې د خپل کیریر په پیل کې ویښتان په توییدو شول، نو داسې فکر یې وکړ چې شاید په فلمونو کې ورته کار پیدا نه شي.

انوپم کیر په ټولنیزه رسنۍ ټویټر یوه ویډیو خپره کړې، چې د ګنجي کېدو په اړه یې ور پکې تیاره شوې سندره وایي. نوموړی په دې ویډیو کې وایي، چې دغه سندره یې له دې وړاندې په بېلابېلو خپرونو ویلې، خو نن ورځ یې د نړۍ ټولو ګنجیانو ته په ځانګړي ډول سره وایي.

انوپم کیر وایي چې څلویښت کاله دمخه کله چې غوښتل یې په فلمونو کې کار وکړي، نو ویښتان یې په توییدو شول. دی زیاتوي چې د ویښتانو د توییدو په سبب اندیښمن و، ځکه چې دی په فکر کې و چې شاید په فلمونو کې کار ترلاسه نه کړي.

 

انوپم کیر وایي: خلک ګنجي کېدل زما تقدیر ګڼي خو زه یې خپله ځانګړتیا بولم، ځکه چې د ګنجي کېدو په سبب زما ځانګړو رولونه ډېر شهرت ترلاسه کړی.

انوپم زیاتوي چې له دې وروسته یې دغه سندره د نړۍ ټولو ګنجیانو ته لېکلې، دی وایي چې پخپل ګنجي کېدو د ویاړ احساس کوي. بله خوا د انوپم کیر دې سندرې په ټویټر کې ډېر مینوال پیدا کړي او په زړه پورې څرګندونې یې هم پرې کړي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …