کورپاڼه / روغتيا / په سرطاني ناروغیو کې د وینې فشار عام ګڼل کېږي

په سرطاني ناروغیو کې د وینې فشار عام ګڼل کېږي

هغه کسان چې په سرطاني ناروغیو اخته وي د وینې لوړ فشار ور پکې عامه ستونزه ګڼل کېږي، ځکه چې د ځینو سرطاني ناروغیو په درملنه کې کیموتراپي، هورمون تراپي او ټارګټیډ تراپي شامله وي، چې پر باندې ناوړه اغېزې پرېباسي.

روغتیایي کارپوهان وایي، چې لوړ فشار یو داسې حالت وي چې د وینې شریانونو، زړه او د بدن نورو غړو ته زیان رسوي او په سرطاني ناروغیو اخته کسانو کې د وینې لوړ فشار عامه خبره ګڼل کېږي، دوی زیاتوي چې سرطاني ناروغۍ په کیموتراپۍ، هورمون تراپۍ او ټارګټډ تراپۍ سره درملنه کېږي، چې د زړه په نظام یا سیستم ناوړه اغېزې پرېباسي.

روغتیایي کارپوهان وایي، که چېرته د لوړ فشار درملنه ونه شي نو د روغتیا اړوند نورې ستونزې هم زېږوي، چې د زړه حمله، د زړه ناروغۍ، دماغي سکته، د ګردو ستونزې او نورې ستونزې هم رامنځته کوي.

دغه راز څېړنو ثابته کړې، که د چا مور او پلار او یا یو هم له پنځه پنځوس کلنۍ څخه وړاندې د وینې فشار ولري، ښایي چې اولادونه یې هم د وینې فشار ولري، یو بله څېړنه وایي چې په ماشومتوب کې رواني فشار، خپګان او اندیښنه ولري د وینې په فشار اخته کېدلی شي.

دا هم ولولئ

که د وینې فشار لوړ وي یا ټیټ، څه ډول به یې کنترولوو؟

د عمر په ډېرېدو سره په ځینو کسانو کې د وینې د لوړ فشار امکان …