کورپاڼه / خبرونه / افغانستان د زمبابوې لوبډلې ته ١٩٤ منډې هدف وټاکه
کريم جنت او عثمان غني

افغانستان د زمبابوې لوبډلې ته ١٩٤ منډې هدف وټاکه

کريم جنت، عثمان غني او محمد نبي د افغانستان لپاره ښه لوبه ترسره کړه، چې افغانستان پکې د زمبابوې لوبډلې ته د ١٩٤ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. د لوبې په پيل کې افغانستان پچه وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.

افغانستان په پيل کې د رحمان الله ګربز په څېر چټک توپوهونکى له لاسه ورکړ، چې يوازې ٩ منډې يې وکړې، خو وروسته کريم جنت او عثمان غني ښه ملګرتيا وکړه، چې کريم جنت ٥٣ او عثمان غني ٤٩ منډې وکړې.

محمد نبي بيا ډېره چټکه توپوهنه ترسره کړه چې په ١٥ توپونو يې ٤٠ منډې ترلاسه کړې، همدا راز اصغر افغان ١٤ ناسوځېدلې او نجيب الله ځدراڼ ١٢ منډې وکړې.

افغانستان په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٣ منډې وکړې، چې د زمبابوې لوبډلې ته يې د ١٩٤ منډو هدف وټاکه.

د زمبابوې له خوا بليسنګ موزرباني ٢، ريان برل، ډونالډ ټريپانو او ريچارډ نګاروا ١-١ ويکټ واخيستې.

دا هم ولولئ

منيش پانډى

د حېدراباد منيش پانډى له ښه ځلېدو وروسته هم له نيوکو سره مخ دى

پرون د اى پي ايل دريمه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو …