کورپاڼه / اسلام / تازه مسلمانه شوې امريکايۍ: اسلام ښځو ته زيات حقونه ورکړي
مسلمانه شوې امريکايۍ

تازه مسلمانه شوې امريکايۍ: اسلام ښځو ته زيات حقونه ورکړي

د امريکا يوه اوسېدونکې هلته د اسلام څخه ډېره اغېزمنه شوه، چې وروسته پاکستان ته لاړه او په پاکستان کې مسلمانه شوه.

د رسنيو د راپورونو په وېنا، ٤٢ کلنه ټيفني سلسيټ د امريکا د ټينيسي اوسېدونکې ده، چې د کراچۍ په بنوريه مدرسه کې يې اسلام قبول کړ. هغې ته د مدرسې مشر مولانا نعمان کلمه وويله او د هغې اسلامي نوم يې عايشه امينه کېښود.

تازه مسلمانه شوې دغه امريکايۍ ښځه وايي، چې د قرآن کريم مطالعه يې کړې ده او له هغې څخه ډېره متاثره شوې ده، نو ځکه يې اسلام قبول کړ.

نوموړې په خپلو خبرو کې وايي، چې اسلام ښځو ته تر ټولو زيات حقونه ورکړي دي، د مسلمانېدو وروسته راته ځان ډېره بختوره ښکاري.

د يادولو وړ ده چې په دې وروستيو کې ډېر مشهور نامسلمانان مسلمان شوي دي، چې دوى تر مسلمانېدو وروسته د اسلام پېغام سلګونو زره خلکو ته رسولى دى.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې سنت عملونه پرېښول، څنګه دي؟

ځینې کسان د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې کارونه ناروا ګڼې او نه یې …