کورپاڼه / خبرونه / افغانستان زمبابوې مات او لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه
راشد خان ١

افغانستان زمبابوې مات او لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه

افغانستان په دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې هم د ښې توپوهنې او ښې توپ اچونې وړاندوينه وکړه او د زمبابوې لوبډلې ته يې د ٤٥ منډو په توپير ماتې ورکړه، چې له دې سره يې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

دا لوبه په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه چې په پيل کې افغانستان پچه وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.

افغانستان په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٣ منډې وکړې، چې له ډلې يې کريم جنت ٥٣، عثمان غني ٤٩، محمد نبي ٤٠ او اصغر افغان ١٤ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د زمبابوې له خوا بليسنګ موزرباني ٢، ريان برل، ډونالډ ټريپانو او ريچارډ نګاروا ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٩٤ منډو هدف په تعقيب کې زمبابوې په ١٧.١ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٤٨ منډې وکړې، چې د ٤٥ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

د زمبابوې لپاره ريان برل ٤٠، ډونالډ ټريپانو ٢٤، تاريساى مسکندا ٢٢ او ريچمونډ موتمبامي ٢١ منډې وکړې.

د افغانستان له خوا راشد خان ٣، نوين الحق او محمد نبي ٢-٢، امير حمزه هوتک، فريد احمد او کريم جنت ١-١ ويکټ ترلاسه کړې.

د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ دوه لوبې افغانستان وګټلې او له دې سره يې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه، د دې لړۍ دريمه يا وروستۍ لوبه به سبا د مارچ په ٢٠مه نېټه ترسره شي.

دا هم ولولئ

هند کرکټ بورډ د لوبغاړو سره د قرارداد معلومات خپاره کړل، پوهېږئ تر ټولو ګرانبیه څوک دي؟

د هند کرکټ بورډ د هغه لوبغاړو نوملړ خپور کړ چې کلنی قرارداد يې ورسره …