کورپاڼه / خبرونه / اصغر افغان: د دوه لوبو په بريا مو مورال ډېر لوړ دى
اصغر افغان

اصغر افغان: د دوه لوبو په بريا مو مورال ډېر لوړ دى

افغانستان په دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې زمبابوې ته د ٤٥ منډو په توپير ماتې ورکړه او د لوبې د بريا سره سم يې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

د لوبې تر بريا وروسته د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان په خپلو خبرو کې وويل، چې د لوبلړۍ د دوه لوبو په بريا سره زموږ مورال ډېر لوړ دى.

نوموړي وويل، چې موږ د توپوهنې لپاره څو پلانونه لرل چې ښه توپوهنه ترسره کړو، نن کريم جنت او عثمان غني ډېره ښه توپوهنه ترسره کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه محمد نبي ته ورکړل شوه، چې نوموړي نه يوازې چټکې منډې وکړې، بلکې ښه توپ اچونه يې هم ترسره کړه.

هغه په خپلو خبرو کې وويل، کله چې زه توپوهنې ته راغلم، نو يوازې پنځه اورونه پاتې و او بايد ما چټکې منډې کړې واى. پچ د توپوهنې لپاره ډېر ښه و او موږ غوښتل چې يو ښه هدف وټاکو.

د يادولو وړ ده چې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه به سبا، د مارچ په ٢٠مه نېټه ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

حميد حسن او حشمت الله شهيدي

د ملي لوبډلې يو لوبغاړي د څپليو د توليد کارخانه جوړه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې يو لوبغاړي نور الحق ملکزي په کابل کې د څپليو …