کورپاڼه / خبرونه / اصغر افغان د دهوني سره ريکارډ يو شان کړ
مهيندر سينګ دهوني او اصغر افغان

اصغر افغان د دهوني سره ريکارډ يو شان کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان په خپله لوبډلمشرۍ کې ٤١ نړيوالې شل اوريزې لوبې ګټلې دي، چې په دې سره يې د هند پخواني کپتان مهيندر سينګ دهوني سره ريکارډ يو شان کړ.

مهيندر سينګ دهوني چې د لوبډلمشر په توګه يې تر ټولو زياتې ٧٢ لوبې ترسره کړې دي، ٤١ لوبو کې يې بريا خپله کړې او ٢٨ لوبو کې يې ماتې خوړلې ده.

همدا راز اصغر افغان بيا د لوبډلمشر په توګه ٥١ لوبې ترسره کړې دي چې ٤١ لوبو کې يې بريا خپله کړې ده او ٩ لوبو کې يې ماتې خوړلې ده.

افغانستان نن د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ په دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې هم زمبابوې ته ماتې ورکړه، چې په دې سره د نوموړي په لوبډلمشرۍ کې افغانستان ٤١ برياوې خپلې کړې.

د يادولو وړ ده چې د کپتان په توګه د لوبو ګټلو سلنه د اصغر افغان ٨١.٣٧ ده او د مهيندر سينګ دهوني بيا ٥٩.٢٨ ده. اصغر افغان او مهيندر سينګ دهوني دواړه هغه لوبډلمشران دي، چې په خپله لوبډلمشرۍ کې يې زياتې شل اوريزې برياوې خپلې کړې دي.

دا هم ولولئ

منيش پانډى

د حېدراباد منيش پانډى له ښه ځلېدو وروسته هم له نيوکو سره مخ دى

پرون د اى پي ايل دريمه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو …