کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د جنوبي کوریا دغه یوټیوبره په حقیقت کې شتون نه لري

د جنوبي کوریا دغه یوټیوبره په حقیقت کې شتون نه لري

لیدلي به مو وي چې په چینل کې ډیجیټل کردارونه خبرونه وایي، خو نن ورځ مو له مجازي انسان (رویي) سره مخ کوو چې یو یوټیوبر دی، د رویي بدن، آواز او ویښتان ټول حقیقي دي خو مخ یې د مصنوعي ځیرکتیا او د ډیپ فیک ټیکنالوژۍ په مرسته جوړ شوی، نوم رویي دی او د یوټیوب چینل نوم یې رویي کوري دی.

د ټیکنالوژۍ دغه شاهکار ډېر زیات مینوال لري او د ډیپ فیک ټیکنالوژۍ بحث یې یو ځل بیا ژوندی کړ او خلکو د حیرانۍ څرګندونه پر دې کړې چې پر کمپیوټر د مصنوعي څېرې جوړول دا شکل هم غوره کولی شي، همدا علت دی چې په ټوله نړۍ کې د ډیپک فیک ټیکنالوژۍ پر حدودو او قانون جوړونه باندې بحثونه پیل شوي.

یاده دې وي کله چې رویي په یوټیوب چینل جوړاوه نو دا یې نه ول ویلي چې څېره یې اصلي او که څنګه، خو وروسته یې د څېرې په اړه راز افشا کړ، نوموړې وایي چې پر یوټیوب یې د شهرت لپاره له مصنوعي څېرې څخه ګټه اخیستې او یو سبب یې دا هم کیدی شي چې په اسیا په ځانګړي توګه په جنوبي کوریا کې د پلاستیکي عملیات لېونتوب دی او خلک غواړي چې ښکلي ښکاره شي.

رویي منلې ده چې د مخ د ښکلا لپاره یې ډېر عملیاتونه ترسره کړي، خو ددې هر څه سربېره یې بیاهم له مصنوعي څېرې څخه ګټه پورته کړې.

دا هم ولولئ

د انسان سترګه

دا د انسان سترګه نه، بلکې نوې اختراع ده

د جرمني اوسېدونکو د اى ټي انجنيرانو يوه داسې وېب کېمره جوړه کړې ده، چې …