کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / پر سپوږمۍ به د یوه کور میاشتنۍ کرایه څومره وي؟

پر سپوږمۍ به د یوه کور میاشتنۍ کرایه څومره وي؟

د امریکا فضایي ادارې ناسا پر سپوږمۍ د اوسېدو لپاره په پلان کار پیل کړی، چې په دې لړ کې به لومړنی ماموریت په ۲۰۲۴ کال ولېږل شي.

راپورونه وایي چې ناسا سپوږمۍ ته د یو نارینه او ښځینه د لېږلو تیاری کوي، ترڅو پر سپوږمۍ د انسانان د استوګنې شرایط وګوري، چې په ۲۰۲۴ کال به په لومړي ماموریت کې ښځه او له هغې وروسته به نارینه ولېږي.

خو ایا فکر مو کړی چې پر سپوږمۍ د ژوند کولو خوب څومره قیمتی دی؟ د تعمیراتي شرکتونو د اندازې له مخې ویل کېږي چې د سپوږمۍ پر سطحه د کور په جوړولو څلویښت میلونه ډالر لګښت راځي او پر سپوږمۍ د جوړ شوي کور میاشتنۍ کرایه به درې لکه پنځه ویشت زره او اوه شپېته ډالره وي.

پر سپوږمۍ د ژوند کولو فکر خو په زړه پوری دی، خو هلته به له مختلفو حالاتو سره هم مخ کېږئ، پر سپوږمۍ به هغه شیانو ته اړتیا ولرئ چې انرژي ورڅخه لاسته راځي لکه شنه کوټه یا ګرین هاوس او لمریزې ښېښې، دغه راز د بریښنا لپاره یو اتومي ریکټور ته هم اړتیا ده چې دا هم ډېر لوړ قیمت لري.

دغه راز هلته له تګ وړاندې باید د سبزیجاتو د کرلو طریقه هم باید زده شي او د اوبو اړتیا هم ترټولو لویه اړتیا ګڼل کېږي، یاده دې وي چې ناسا وایي چې د سپوږمۍ په هغه برخه چې اوبه شتون لري چې د لمر وړانګې پرې لګېږي خو د استعمال وړ نه دی.

دا هم ولولئ

یوه داسې انقلابي ډیجیټل آله جوړه شوې چې تقریباً هر شی اندازه کولی شي

هغه کسان چې د سیول انجینرۍ او نورو ډیزاینونو د اندازه کولو لپاره له مختلفو …