د بالیووډ مشهورې جوړې ریتیش دیش مک او میرمنې یې جنیلیا دیش یوه ډېره پورې ویډیو خپره کړې، چې د ټولنیزو رسنیو د مینوالو لخوا ډېره خوښه شوې او په رسنیو کې یې لاس په لاس کړې.
ویډیو په کتو ویلی شو چې دغه ویډیو ایډیټ شوې چې په لومړۍ برخه کې یې ریتیش دیش مک د ښه راغلاست لپاره د مشهورې اداکارې یا هنرمندې پریټي زنټا لاسونه ښکلوي او میرمن یې جنیلیا هم ورسره ترڅنګ ولاړه وي.
د ویډیو په دویمه برخه کې جنیلیا په غوسه او د وهلو او ډبولو په حال کې لېدل کېږي او ریتیش پر یو ځای غزېدلی وي او له خپلې میرمنې څخه بخښنه غواړي، دا ویډیو د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو لخوا ډېره خوښه شوې او ریتیش او میرمنې یې جنیلیا ډېر ستایل شوي دي.
یاده دې وي چې ریتیش او جنیلیا دغه ویډیو د تفریح لپاره جوړه کړې، ترڅو خپلو مینوالو ته یوه شېبه خوښي ور وبخښي.
For the love of the viral video.. 💚💚💚 & of course @Riteishd & the cutest ting ting @realpreityzinta pic.twitter.com/wCsPhDMPcq
— Genelia Deshmukh (@geneliad) March 19, 2021