کورپاڼه / روغتيا / د سهار پرمهال په یوه ځانګړي وخت کې د سباناري کول د شکر څخه مخنیوی کوي

د سهار پرمهال په یوه ځانګړي وخت کې د سباناري کول د شکر څخه مخنیوی کوي

سباناری یا ناشته د ورځې ترټولو غوره خواړه یا خوراک ګڼل کېږي، چې په فزیکي ډول مو ښه ساتي، خو دا په هغه صورت کې چې په یو اصولو عمل وکړو. که چېرته تاسې ناشتې یا سباناري ته ارزښت نه ورکوئ نو پوه شئ چې د ورځ پیل په نیمګړې غذا سره د انسان روغتیا ته زیانمن تمامېږي.

د یوې نوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې د سباناري وخت ځکه ډېر اهمیت لري، چې د وینې د شکر کچه برابره ساتي او د انسولینو پر وړاندې مزاحمت کموي او هغه کسان چې د سهار په اته نیمو بجو ناشته یا سباناری کوي د شکر د دویم ډول خطر یې کمېږي.

د شمالي ویسټرن پوهنتون په دې څېړنه کې موندل شوي، چې د سهار د ناشتې په کولو سره د وینې شکر ټیټېږي او د انسولینو پر وړاندې مزاحمت کموي. ویل کېږي چې د انسولینو مزاحمت هغه وخت رامنځته کېږي کله چې د انسان بدن د انسولینو اړوند سم غبرګون رامنځته نه کړي او حجرو ته داخلېدونکي ګلو کوز په لږه اندازه وي او د انسولینو مزاحمت او د وینې ډېر شکر دواړه د شکر د دویم ډول ناروغۍ خطر ډېروي.

څېړنه وایي، چې د میتابولیکو ناروغیو د ډېرو په سبب اړینه ده چې په خوراکي توکو فکر وکړو او خطرونه یې کم کړو. څېړونکې وایي چې له تېرو څېړنېزو راپورونو یې موندلې چې په ځانګړو وختونو کې د خوراکي توکو استعمال د انسان میټابولیکي روغتیا ښه کوي او دې ته کتو یې هڅه کړې ترڅو معلومه کړي چې د ناشتې کول تر کومه حده د انسان په میتابولیک روغتیا اغېزې کوي.

څېړونکو په دې اړه اوږدې څېړنې وکړې او معلومه یې کړه چې د ټولې ورځې خواړه د انسان پر روغتیا څرګندې اغېزې نه لري، خو د سهار په اته نیمو بجو د ناشته کوونکو د وینې د شکر او د انسولینو د مزاحمت کچه کمه وي.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې د وزن د کمولو لپاره دغه ډول چکني استعمال کړئ

ډېری کسان د روژې په مبارکه میاشت کې د عامو ورځو په پرتله د وزن …