کورپاڼه / اسلام / د ماسپښین له لمانځه دمخه څلور رکعته سنت لمونځ کول څومره ثواب لري؟

د ماسپښین له لمانځه دمخه څلور رکعته سنت لمونځ کول څومره ثواب لري؟

په تېرو لیکنو کې مو تقریباً تر پنځلویښتو پورې هغه حدیثونه ذکر کړل، چې په هغې کې ټول هغه عملونه ذکر شوي ول چې جنت ته د داخلېدو سبب کېږي، نن ورځ په همدې لړ کې وروستي دوه حدیثونه ذکر کوو الله تعالی دې پرې د عمل کولو توفیق راکړي.

د ماسپښین له لمانځه دمخه څلور رکعته سنت لمونځ کول: حضرت ام حبیبه رضي الله عنها وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، چا چې د ماسپښین له لمانځه دمخه څلور رکعته ادا کړل، الله تعالی به په داسې کس د دوزخ اور اور حرام وګرځوي.

د حاکم عدل او انصاف، په ځوانۍ کې عبادت، ډېر وخت په جومات کې تېرول، د الله تعالی د رضا لپاره له نورو سره مینه کول، په یواځیتوب کې وېرېدل، د الله تعالی له ډاره د ګناه څخه درېدل او د الله تعالی په لار کې پټ مصروف کول:

حضرت ابو سعید رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، په کومه ورځ چې هیڅ سیوری به نه وي، په هغې ورځ به الله تعالی اوه کسان د خپل عرش د سیوري لاندې ځای ورکړي.

  • انصاف کوونکی او عادل حاکم یا مشر

  • د الله تعالی په عبادت کې مصروف ځوان

  • هغه شخص چې زړه یې له جومات څخه د وتو وروسته تر بېرته راتګه پورې بې قراره وي.

  • د الله تعالی لپاره له یو بل سره مینه کول، چې یوځای کېدل او بېلېدل یې یوازې د الله تعالی لپاره وي.

  • هغه شخص چې په یواځیتوب کې الله تعالی یاد کړي او له سترګو یې اوښکې وبهېږي.

  • هغه شخص چې د لوړې کورنۍ ښځه ورته د ګنا بلنه ورکړي او دی ورته ووایي چې زه د الله تعالی څخه وېرېږم.

  • هغه شخص چې په دومره پټ ډول سره صدقه وکړي، چې کیڼ لاس یې په دې پوه نه شي چې صدقه یې وکړه.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې سنت عملونه پرېښول، څنګه دي؟

ځینې کسان د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې کارونه ناروا ګڼې او نه یې …