کورپاڼه / روغتيا / آیا د وینې د لوړ فشار په برابر ساتلو کې د چایو استعمال کوم رول لرلی شي؟

آیا د وینې د لوړ فشار په برابر ساتلو کې د چایو استعمال کوم رول لرلی شي؟

یو ډېر پخوانی او مشهور مشروب یا څښاک چې په هر کور او ځای کې په اسانۍ سره جوړېږي، اوسمهال د یوې نوې څېړنې له مخې د وینې د فشار په کمولو کې ګټور ثابت شوی دی.

سیدتي مجله کې د خپرې شوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې چای ډېر زیاتې ګټې لري، د انټي اکساید په درلودلو سره د حجرو ساتنه کوي، د زړښت څخه په خوندیتوب کې مرسته کوي او په یوه وروستۍ څېړنه کې د وینې د لوړ فشار پر وړاندې د اغېزمنتیا د لوبولو په نوملړ کې شامل شوی.

په منظم ډول سره د چایو څښل د وینې فشار کموي؟

په شریانونو کې د وینې د فشار په ډېرېدو لوړ فشار رامنځته کېږي، چې د زړه اړوند ناروغۍ لکه دماغي سکته، دماغي فلج، د زړه ناروغۍ او د شریانونو د خطر سبب کېږي، څېړنه وایي چې دغه تلپاتې ناروغۍ چې د نړۍ زیات شمېر کسان یې اغېزمن کړي د چایو په استعمال یې کمولی شو.

شین او تور چای په طبیعي ډول انټي اکساید لري، دا د کی. سي. این. کیو ۵ په نوم پروټین فعالوي او د وینې فشار کموي او د شریانونو د غټېدو سبب کېږي.

له چایو څخه به په بشپړ ډول څنګه ګټه اخلو؟

د زړه د نظام یا سیستم د ښه ساتلو لپاره د چایو څښل یو ښه فکر دی ځکه چې نوې څېړنې هم منلې، خو له ډېر استعمال یې باید ډډه وشي ځکه چې دا دې پورې اړه لري چې هر یو شخص څومره حساس وي، خو دا لارښوونه شوې چې له خوراک کولو دې لږ تر لږه یو ساعت وروسته په ورځ تر دریو پیالو پورې چای وڅښل شي.

د خوراکي توکو کارپوهان خبرداری ورکوي چې، اوسپنه د انسان د بدن په ښه ساتلو او د بدني روغتیا لپاره اړین عنصر دی، د وینې په سرو کرویاتو کې اوسپنه وي او له اړتیا ډېر چای څښل بدن د اوسپنې د جذبولو څخه ساتي.

دا هم ولولئ

که د وینې فشار لوړ وي یا ټیټ، څه ډول به یې کنترولوو؟

د عمر په ډېرېدو سره په ځینو کسانو کې د وینې د لوړ فشار امکان …