کورپاڼه / جالب / په امریکا کې یوه زړه ښځه له تېرو (۱۹) کلونو څخه له ټکټ پرته په الوتکه کې سفر کوي خو کله چې ونیول شي نو څه بهانه کوي؟

په امریکا کې یوه زړه ښځه له تېرو (۱۹) کلونو څخه له ټکټ پرته په الوتکه کې سفر کوي خو کله چې ونیول شي نو څه بهانه کوي؟

په امریکا کې څو ورځې وړاندې یوه زړه ښځه چې هڅه یې کوله ترڅو په الوتکه کې پرته له ټکټ او پاسپورټ سفر وکړي ونېول شوه او کله چې ترې پوښتنې ګروېږنې وشوې، نو یوه داسې ادعا یې وکړه چې باور کول ستونزمن کوي.

د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه ښځه میرلین هارټ مین نومېږي او عمر یې نهه شپېته کاله دی، میرلین هارټ مین د پوښتنو او ګروېږنو پرمهال وویل چې له تېرو نوولس کلونو څخه پرته له ټکټ او پاسپورټ څخه سفر کوي، چې تر اوسه یې له دیرشو ډېر سفرونه هم کړي دي.

راپور زیاتوي چې د شکاګو په هوایي ډګر نېول شوې میرلین د خپلو سفرونو په اړه وایي چې د نورو مسافرو په بهانه له امنیتي مرحلو څخه تېرېږي او ځان الوتکې ته رسوي، خو که چېرته د تلاش پرمهال یاهم په امنیتي مرحلو کې ونېول شي، ځان بې ګناه ګڼي او په ډېرې نرمۍ سره د پولیسو افسرانو سره خبرې کوي او داسې احساس ورکوي چې په هیڅ پوهېږي چې څه ډول تر دې ځایه راغلې ده، چې بیا یې پولیس هم پرېږدي.

د شکاګو په هوایي ډګر یې هم د ورته بهانو کولو هڅه وکړه خو دلته یې نرمۍ او چالاکۍ کار ور نه کړو او ونیول شوه، ویل کېږي چې اوسمهال د نوموړې په وړاندې قضیه ثبت شوې او محکمې ته وړاندې شوې ده.

دا هم ولولئ

د الوتکې په څېر لاسي بکس؛ له الوتکې یې قیمت لوړ دی

یو امریکایي ډیزاینر یا ډیزاین کوونکي له پوستکي څخه یو داسې لاسي بکس جوړ کړی، …