کورپاڼه / روغتيا / د ګوتو د نښو، نښانو یا کرښو لاندې داسې اعصاب موندل شوي چې ګوتې حساسوي

د ګوتو د نښو، نښانو یا کرښو لاندې داسې اعصاب موندل شوي چې ګوتې حساسوي

زموږ د ګوتو د نښو، نښانو یا کرښو په اړه ویل کېږي، چې د شیانو یا توکو په نیولو کې راسره مرسته کوي او د ارتقاء د مرحلې لاندې یې دا ډول حالت یا شکل غوره کړی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې اوس معلومه شوې چې زموږ د ګوتو په نښو، نښانو یا ګوتو کې اعصاب وي او دغه اعصاب زموږ لمس دومره حساس ساتي چې ډېر ژر ګرمۍ، ساړه، نرمي یا کلکوالی پرې حس کوو.

د سویډن د اومیا پوهنتون ساینسپوه ډاکتر اویا جیروکا وایي، چې د ګوتو نښې، نښانې یا کرښې موږ ته د هغه معلوماتو تفصیل را کوي، چې د حس کولو څخه لاسته راځي.

د جیروکا له څېړنې معلومه شوه چې ترټولو حساسه برخه د ګوتو په نښو، نښانو کې وي او دا هم معلومه شوه چې زموږ دماغ د لمس کولو ترټولو حساس احساس د ګوتو له نښو، نښانو څخه اخلي او په دې ځای کې په ډېره اندازه عصبي ریښې شتون لري، خو بله خوا ډکتر اومیا وایي چې ددې څېړنې دا مطلب بالکل نه دی چې د ګوتو نښې، نښانې په کوم بل ځای کې نه کارول کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

په ماشومتوب کې ښه خواړه او ورزش کول، په ځوانۍ کې د ښې ذهني روغتیا سبب کېږي

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته ماشومان له ورزش او مناسبو خوړو څخه کار واخلي، نو …