کورپاڼه / د لوبو راپورونه / نيوزيلېنډ په ستر توپير بنګله دېشيان مات کړل
ټرينټ بولټ

نيوزيلېنډ په ستر توپير بنګله دېشيان مات کړل

د نيوزيلېنډ لپاره ټرينټ بولټ او هينري نيکولاس په زړه پورې لوبه ترسره کړه او په ستر توپير يې بنګله دېش ته په لومړۍ لوبه کې ماتې ورکړه.

د نيوزيلېنډ او بنګله دېش ترمنځ لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه نن ترسره شوه، چې په پيل کې نيوزيلېنډ پچه وګټله او بنګله دېش ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

بنګله دېش د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ٤١.٥ اورونو کې ١٣١ منډې وکړې، چې له ډلې يې محمدالله ٢٧، مشفيق الرحيم ٢٣، ليتون داس ١٩ او مهدي حسن ١٤ منډې وکړې.

د نيوزيلېنډ له خوا ټرينټ بولټ ډېره په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې ٤ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز جيمس نيشام او مچل سانتنر ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د ١٣٢ منډو هدف د نيوزيلېنډ لوبډلې په ٢١.٢ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ چې د ٨ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه او ١٧٢ توپونه هم پاتې شو.

د دوى لپاره هينري نيکولاس ٤٩ ناسوځېدلې، مارټين ګوپټيل ٣٨ او ديون کانوى ٢٧ منډې وکړې.

د بنګله دېش له خوا حسن محمود او تسکين احمد ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ټرينټ بولټ ته ورکړل شوه.

د يادولو وړ ده چې د نيوزيلېنډ او بنګله دېش ترمنځ به دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه د مارچ په ٢٣مه نېټه په کرايسټ چرچ کې ترسره شي.

دا هم ولولئ

منيش پانډى

د حېدراباد منيش پانډى له ښه ځلېدو وروسته هم له نيوکو سره مخ دى

پرون د اى پي ايل دريمه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو …