کورپاڼه / خبرونه / د محمد نبي ستر ريکارډ، له ويراټ کوهلي مخکې شو
محمد نبي او ويراټ کوهلي

د محمد نبي ستر ريکارډ، له ويراټ کوهلي مخکې شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړى او د نړيوالو شل اوريزو لوبو د نړۍ غوره الراونډر محمد نبي د ويراټ کوهلي څخه مخکې شو او هغه يې شاته پرېښود.

تېره ورځ د زمبابوې پر وړاندې په دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې په زړه پورې توپوهنه او توپ اچونه ترسره کړه، چې په ١٥ توپونو يې ٤٠ چټکې منډې ترلاسه کړې او ٢ لوبغاړي يې هم وسوځول.

نوموړي د ښې لوبې په ترسره کولو سره د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړه، چې په دې سره هغه په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ١٣ ځل د غوره لوبغاړې جايزې واخيستې او له ويراټ کوهلي مخکې شو.

تر دې مخکې هم محمد نبي تر ټولو مخکې و، خو ويراټ کوهلي هم بيا ١٢ ځلې غوره لوبغاړى شو او له محمد نبي سره يو ځاى و، خو اوس ويراټ کوهلي ١٢ ځلې او محمد نبي ١٣ ځلې د غوره لوبغاړي جايزې ترلاسه کړې دي.

محمد نبي په ٧٨ لوبو کې او ويراټ کوهلي بيا په ٨٥ لوبو کې دا کارنامه ترسره کړې ده.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان پخوانى کپتان او الراونډر لوبغاړي شاهد اپريدي بيا په ٩٩ لوبو کې ١١ ځلې، د هند روهيت شرما په ١٠٨ لوبو کې او د پاکستان محمد حفيظ په ٩٩ لوبو کې ١٠ ځلې د غوره لوبغاړي جايزې اخيستي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

تبرېز شمسي

د فخر زمان او محمد حفيظ له اوټ کولو وروسته د تبرېز شمسي جالب سټايل

تېره ورځ د سويلي افريقا او پاکستان ترمنځ په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې …