کورپاڼه / بېلا بېل / ولې دغه ښېښه د ډېرو موټرو په شاتنۍ برخه کې وي؟ په زړه پوری راز یې دلته ولولئ

ولې دغه ښېښه د ډېرو موټرو په شاتنۍ برخه کې وي؟ په زړه پوری راز یې دلته ولولئ

آیا کله مو فکر کړی چې په ډېرو موټرو کې دغه ښېښه چې پخپل کلکه وي او له ځایه نه خوځېږي ولې وي؟ نن ورځ یې په اړه لولو چې دغه ښېښه ولې او د څه مقصد لپاره او له څه وخت څخه استعمالېږي.

دغه ښېښه چې پخپل ځای کلکه او نه خوځېدونکي وي (وینټ وینډو) ورته ویل کېږي او د ډېرو موټر په شاتنیو دروازو کې وي. څو لسیزې دمخه دا ښېښه په داسې ډول سره جوړه شوې وه چې له خپل ځای څخه به یې خورېدل ممکن ول، خو د تېرو دوو لسیزو را په دېخوا یې په داسې ډول سره جوړه کړې، چې خوځیدل یې ناشوني دي.

ددې ښېښې بنسټیزه موخه د موټرو یخ ساتل ول، یعنې څو لیسزې دمخه په موټر کې اییر کنډیشن نه و، چې دې ښېښې دغه اړتیا پوه کوله خو د وخت په تېرېدو چې اییر کنډیشن رامنځته شو، نو دا ښېښه هم پخپل ځای کلکه شوه.

دا ښېښه نورې ګټې هم لري او له موټروان سره د موټر په تاوولو، تېزولو او نورو چارو کې مرسته کوي، که چېرته تاسې د اتومات کنترول کیلۍ ته وګورئ نو د دروازې د خلاصولو، د بندېدو هارن یا کومه بل بټن وګورئ خو په دې یوه داسې پټه بټن هم وي که چېرته یې تر پنځو دقیقو فشار پرې راوړئ نو ټولې ښېښې به یې خلاصې شي او که یې چېرته بېرته تر پنځو ثانیو فشار پرې راوړئ نو بېرته به ټول ښېښې، دروازې او نور بند شي.

دا هم ولولئ

کيوبا

کورونا کې بېکارو ځوانانو په کتارونو کې د درېدو کاروبار پيل کړ

د کورونا له امله په کيوبا کې د خوراکي توکو ترلاسه کول ډېر سخت ګرځېدلي …