کورپاڼه / خبرونه / دريمه لوبه: افغانستان به د وايټ واش او زمبابوې د لومړۍ بريا هڅه کوي
زمبابوې او افغانستان

دريمه لوبه: افغانستان به د وايټ واش او زمبابوې د لومړۍ بريا هڅه کوي

نن د افغانستان او زمبابوې ترمنځ دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې د افغانستان په وخت ٢:٣٠ بجې پيلېږي.

افغانستان لومړۍ او دويمه لوبه ګټلې ده او هڅه به کوي چې په دريمه لوبه کې هم بريا خپله کړي او زمبابوې ته وايټ واش ماتې ورکړي.

خو زمبابوې به بيا نن ټوله هڅه کوي، چې په يوه لوبه کې بريا خپله کړي، په ټېسټ لوبو کې هم زمبابوې يوه لوبه ګټلې وه.

نجيب الله ځدراڼ چې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يې ٩٧٦ منډې کړې دي، که چېرته په نننۍ لوبه کې ښه وځلېده او ٢٤ منډې يې ترلاسه کړې، نو د ١٠٠٠ منډو هدف به پوره کړي.

همدا راز که افغانستان په نننۍ لوبه کې بريا خپله کړه، نو به اصغر افغان د نړيوالو شل اوريزو لوبو لومړنى کپتان شي، چې په خپله کپتانۍ کې يې تر ټولو زياتې لوبې ګټلې دي.

د افغانستان په لومړۍ او دويمه لوبه کې رحمان الله ګربز، عثمان غني، کريم جنت، نجيب الله ځدراڼ، محمد نبي، اصغر افغان، راشد خان، حشمت الله شهيدي، امير حمزه هوتک، نوين الحق او فريد احمد ولوبېدل، نن به وکتل شي چې ايا کوم بدلون راولي او که نه همدغه لوبغاړي لوبوي.

Loading...

دا هم ولولئ

شيکر دهون

شيکر دهون د ډيلي لوبډله په لومړۍ لوبه کې بريالۍ کړه

د ډيلي کاپيټلز له خوا شيکر دهون په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او په …