کورپاڼه / هنر او کلتور / پریانکا چوپړا: یو لوی طاقت شته او زه پرې ایمان لرم

پریانکا چوپړا: یو لوی طاقت شته او زه پرې ایمان لرم

هندي اداکارې یا هنرمندې پریانکا چوپړا د خپلو مذهبي فکرونو او په ماشومتوب کې د سیکولر روزنې په اړه خبرې کړي.

د هندوستان ټایمز د راپور له مخې ویل کېږي، چې پریانکا چوپړا پخپله نوې مرکه کې چې د اوپرا وینفري سره کړې، پخپل ژوند یې د عیسویت، اسلام او د هندو مذهب د اغېزو په اړه خبرې کړي.

پریانکا چوپړا په دې وروستیو کې په دې مشهوره تلویزوني خپرونه کې راڅرګند شوه، چې اوپرا وینفري وایي چې څنګه یې د نوموړې د کتاب په لوستلو سره په هند کې تېر شوی وخت ور یاد کړ، دی له پریانکا څخه د (روحاني قوت) په اړه پوښتنه کوي چې ایا (روحاني اساس) لري.

د پوښتنې په ځواب کې یریانکا وایي، چې په فکر یې له دې تجربې تېره شوې او دوی په یو داسې هیواد کې ژوند کوي چې ډېر زیات مذهبونه پکې دي.

پریانکا وایي چې په یو روحاني ښوونځي کې زده کړي کړي، په عیسویت پوهېږي، پلار یې په یو جومات کې سندرې ویلې نو له اسلام سره بلده ده، کورنۍ یې هندو مذهبې ده نو له هندو مذهب سره هم اشنا ده. دی زیاتوي چې روحانیت د هندو دومره لویه برخه ده چې له پام یې نه شي غورځولی.

پریانکا چوپړا د خپل پلار ډاکتر اشوک چوپړا په اړه وایي، چې تل یې راته دا را زده کړي چې ټول مذهبونه د یو خدای له لوري دی یا د یو خدای پر لوري ځي.

نوموړې وایي چې یوه هندوه ده، دعا کوي، په کور کې مندر دی او کله چې هم وغواړي دا هر څه ترسره کوي، خو رښتیا دا ګڼي او باور لري چې یو لوی طاقت شتون لري او ایمان پرې لري.

Loading...

دا هم ولولئ

ميرا

امريکا مشهوره پاکستانۍ اداکاره د لېونو په روغتون کې داخله کړې، وايي لېونۍ ده

د پاکستاني فلمونو مشهوره اداکاره ميرا په امريکا کې لېونۍ بلل شوې ده او له …