کورپاڼه / روغتيا / د سګریټ په پرېښودلو سره د انسان پر ذهن څه اغېزې پرېوځي؟

د سګریټ په پرېښودلو سره د انسان پر ذهن څه اغېزې پرېوځي؟

د یوې نوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې د سګریټ په پرېښودلو سره په څو اوونیو کې دننه د انسان پر ذهني روغتیا مثبتې اغېزې پرېوځي او څرګند بدلون ور پکې ښکاره کېږي.

په امریکا کې د یوې وروستۍ څېړنې له مخې ویل کېږي، چې د سګریټ څکولو په سبب هر کال په ټوله نړۍ کې له اته میلونو ډېر او په امریکا کې څلور لکه اتیا زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د امریکا اداره سي ډي سي وایي، چې په امریکا کې تقریباً څلویښت میلونه خلک د سګریټ څکولو عادت لري او دوی داسې فکر کوي چې سګریټ څکول اندیښنه، ذهني فشار او ژور خپګان کموي، خو وروستیو څېړنه ثابته کړې چې سګریټ څکول ذکر شوې دماغي ناروغۍ نورې هم ډېروي.

د څېړنې له مخې معلومه شوه چې د سګریټ له پرېښودو وروسته اندیښنه، ژور خپګان او ذهني فشار په څرګند ډول سره کمېږي. له دې څېړنې دا هم معلومه شوه هغه کسان چې سګریټ څکوي ډېر یې په ذهني ناروغیو اخته کېږي.

دا هم ولولئ

څنګه کولی شو چې د لمر له وړانګو خپل پوستکی وساتو؟

موسمي بدلونونه نه یوازې دا چې پر چاپیریال اغېزې کوي، بلکې د انسان پر روغتیا …