کورپاڼه / روغتيا / هغه نښې، نښانې چې زموږ د ښې روغتیا څرګندونه کوي

هغه نښې، نښانې چې زموږ د ښې روغتیا څرګندونه کوي

روغتیا د الله تعالی ترټولو لوی نعمت او دولت ګڼل کېږي، خو پوښتنه داده چې دا به څنګه معلوموو چې یو شخص صحت دی او که نه؟ دلته به ځینې هغه نښې، نښانې ولولو چې د یوه شخص د روغتیا په اړه راته معلومات راکوي.

لومړنۍ نښه داده چې د لوږې پر وخت خوراک وکړو او په مناسبې اندازې سره خوراک وکړو، که چېرته تاسې له کور څخه بهر د ډوډۍ خوراک عادي نو پوه شئ چې د ښې روغتیا لرونکي یئ او په اړه یې فکر کولو ته اړتیا نشته.

د هر شخص خوراک د هغه په اړتیاوو پورې اړه لري او داسې کوم فورمول نشته چې معلومه کړي چې د انسان بدن څومره کالورۍ ته اړتیا لري، ځکه چې دا د هر سړي په شخصي اړتیا پورې اړه لري، تاسې که ډېر خوراک کوئ یا لږ ترټولو مهمه خبره داده چې د خپل بدن اړتیا په نظر کې ونیسئ او که داسې وکړئ نو د ښې روغتیا لرونکي به وئ.

که چېرته تاسې په زینو د ختلو عادت لرئ او په ارامه پرې خېژئ نو دا ددې خبرې شاهدي، ورکوي چې تاسې د ښې روغتیا لرونکي یئ، روغتیایې کارپوهان وایي که چېرته تاسې یوې لوړې ودانۍ پرته له وقفې خېژئ نو معلومه ده چې تاسې د ښې روغتیا لرونکي یئ.

دغه که چېرته د مختلفو احساساتو لرونکي یئ، نو پوه شئ چې صحت مند یئ، د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې کله ناکله غوسه کول عادي وي، خپګان هم عادي او اندیښنه هم عادي وي چې دغه ټول احساسات د ښې روغتیا نښه ګڼل کېږي.

یوه بله نښه دا هم ده، که چېرته بسترې ته په تګ سره سمدستي ویده نه شو نو روغتیا مو ښه نه ده، روغتیایي کارپوهان وایي کله چې بسترې ته ځو نو په ویده کېدو کې له لسو څخه تر شلو دقیقو پورې وخت وي.

Loading...

دا هم ولولئ

په ماشومتوب کې ښه خواړه او ورزش کول، په ځوانۍ کې د ښې ذهني روغتیا سبب کېږي

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته ماشومان له ورزش او مناسبو خوړو څخه کار واخلي، نو …