کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / میخانیکي انجینره سمیا فاروقي د افغانو انجونو لپاره یو روښانه مثال دی

میخانیکي انجینره سمیا فاروقي د افغانو انجونو لپاره یو روښانه مثال دی

سمیا فاروقي د ښځینه افغانو میخانیکي انجینرانو له جملې څخه ده، چې په هرات ولایت کې ژوند کوي او له میخانیکي انجینرۍ سره په ماشومتوب کې مینه پیدا شوې.

سمیا فاروقي وایي چې پلار یې مستري یا د موټرو جوړونکی و، دی د پلار مشره او یواځینۍ لور وه، خو د ښوونځي څخه وروسته به یې په دوکان کې له پلار سره مرسته کوله او دا به یې زده کول چې شیان څه ډول کار کوي او تل به په دې هڅه کې وه ترڅو ډېر څه زده کړي.

سمیا زیاتوي کله چې وړه وه نو یوازې به یې د موټر راډیو جوړوله، چې بیا یې ورو ورو په غټو کارونو کې هم له پلار سره مرسته کوله

اوسمهال سمیا اتلس کلنه او د افغانو انجونو د روبوټکې ډلې لارښوونکې ده، په دې ډله کې له څوارلس کلنۍ واخله تر اتلس کلنۍ پورې پنځه انجونې شاملې دي، چې د هرات په بېلابېلو لېسو کې زده کړې کوي او له دې وروسته په پروګرامنګ او روبوټکو کارونو کې تر یو نیم ساعته پورې تمرین کوي.

سمیا وایي کله چې د انجینرۍ په برخه کې کار کوي، نو په ځان د ویاړ احساس کوي، ځکه چې په هیواد کې او بیا په دې برخه کې ډېرې کمې انجونې کار کوي او دغه برخه یو څه پیچلې هم ګڼي خو وایي چې په ځان یې باور دی.

نوموړې وایي چې زموږ په ټولنه کې خلک دا فکر کوي چې هلکان باید میخانیکي زده کړې وکړي خو دی نه پوهېږي چې انجونې یې ولې نه شي کولی، ټولنه انجونو او دې ډول کارونه ته اړتیا لري، دی پخپل ځان باور لري او په دې برخه کې د ځان ثابتولو موخه لري.

دا هم ولولئ

د انسان سترګه

دا د انسان سترګه نه، بلکې نوې اختراع ده

د جرمني اوسېدونکو د اى ټي انجنيرانو يوه داسې وېب کېمره جوړه کړې ده، چې …