کورپاڼه / کرکټ / افغانستان ټاس ګټلی او د توپ وهنې پرېکړه یې کړې؛ فضل الحق فاروقي او شرف الدین اشرف هم اخیستل شوي

افغانستان ټاس ګټلی او د توپ وهنې پرېکړه یې کړې؛ فضل الحق فاروقي او شرف الدین اشرف هم اخیستل شوي

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو دریمه شل اوريزه لوبه نن د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

د لوبې په پيل کې د افغانستان لوبډلمشر اصغر افغان د لوبې پچه وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغانستان په ١١ کسيز نوملړ کې دوه بدلونه یعنې فضل الحق فاروقي او شرف الدین اشرف د حمزه هوتک او فرید ملک پرځای په راغلي دي.

د افغانستان ١١ کسيزه لوبډله:

رحمان الله ګربز (ويکټ ساتونکى)، عثمان غني، کريم جنت، حشمت الله شهيدي، اصغر افغان (لوبډلمشر)، نجيب الله ځدراڼ، محمد نبي، راشد خان، شرف الدین اشرف، نوين الحق او فضل الحق فاروقي.

د زمبابوې ١١ کسيزه لوبډله:

تيناشي کمونهوکاموي، تاريساى مسکندا، سين ويليمس (لوبډلمشر)، ملټن شمبا، ريچارډ موتمبامي (ويکټ ساتونکى)، ريچارډ نګاروا، سکندر رضا، بليسنګ موزرباني، فراز اکرم، ډونالډ ټريپانو او ريان برل.

د يادولو وړ ده چې په لومړۍ او دویمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې افغانستان بريا خپله کړې وه.

دا هم ولولئ

منيش پانډى

د حېدراباد منيش پانډى له ښه ځلېدو وروسته هم له نيوکو سره مخ دى

پرون د اى پي ايل دريمه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو …