د افغانستان ځوان توپ اچونکى فضل حق فاروقي نن د زمبابوې پر وړاندې د افغانستان لپاره خپله لومړنۍ نړيواله شل اوريزه لوبه ترسره کوي.
نن د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو دريمه يا وروستۍ لوبه د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
افغانستان دوه لوبې ګټلې دي او نن يې په دريمه لوبه کې دوه بدلونونه راوستي دي، چې د امير حمزه هوتک او فريد احمد پر ځاى يې فضل حق فاروقي او شرف الدين اشرف په لوبډله کې شامل کړي دي.
فضل حق فاروقي تر دې مخکې د افغانستان لپاره په هېڅ بڼه کې کومه لوبه نه ده ترسره کړې او دا يې لومړنۍ نړيواله لوبه ده، نوموړى تر دې مخکې په ځينو تجارتي ليګونو کې ښه لوبېدلى و.
د يادولو وړ ده چې د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ کې افغانستان د ٢ لوبو په ګټلو سره لوبلړۍ په خپل نوم کړې ده، خو نن به وکتل شي چې افغانستان د زمبابوې لوبډله وايټ واش کوي او که نه زمبابوې به لومړۍ بريا خپله کړي.