کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د پاکستان لومړى وزير عمران خان په کورونا اخته شو
عمران خان

د پاکستان لومړى وزير عمران خان په کورونا اخته شو

د پاکستان لومړي وزير عمران خان د کورونا ويروس ټېسټ مثبت راغلى دى او نوموړي ځان په خپل کور کې کرنټين کړى دى.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د روغتيا په برخه کې د لومړي وزير عمران خان ځانګړي سلاکار فېصل سلطان په ټويټر کې ليکلي دي، چې د عمران خان د کورونا ټېسټ مثبت راغلى دى.

هغه زياتوي، چې عمران خان په کور کې ځان کرنټين کړى دى او ټولې حکومتي چارې يې نورو خلکو ته سپارلي دي.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان د کورونا واکسين هم لګولي و، چې په اړه يې د انډس روغتون رييس ډاکټر عبدالباري خان رسنيو ته ويلي دي، چې عمران خان له واکسين لګولو مخکې په کورونا اخته شوى دى، ځکه چې د واکسين لګولو وروسته چاته کورونا نه کېږي.

نوموړى وايي، چې د کورونا اثر پنځه يا تر اووه ورځو پورې وي، خو واکسين لګولو وروسته دوه يا درې اونۍ وخت اخلي چې انټي باډيز جوړ کړي، عمران خان ته پکار دي چې ځان فيټ وساتي.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان د مارچ په ١٨مه نېټه د کورونا واکسين لګولي و او په دغه وخت يې له خلکو څخه غوښتنه هم کړې وه چې احتياطي تدابير دې خپل کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

مولانا طارق جميل

مولانا طارق جميل فېشن برانډ پرانيست، مشهورو سندرغاړو او اداکارانو پکې ګډون وکړ

د پاکستان يو مشهور تبليغي مولانا طارق جميل په خپل نوم د کاليو يا لباس …