په انګلستان کې میلیاردرو مسلمانو ورونو له دغه هیواد څخه د یوه ښه او لوی جومات د جوړولو اجازه واخیسته، چې پنځه میلونه پونډه لګښت به پرې راشي.
راپورونه وایي چې د انګلیستان په بلیک برن سیمه کې دوه میلیاردرو مسلمانو ورونو د یو ښه او علیشان جومات د جوړولو اجازه ورکړل شوه، چې د پنځو میلونو پونډو په لګښت به جوړ شي.
ویل کېږي چې د انګلستان حکومت د جومات له منارو څخه د آوازونو په ګډون د یوویشت نورو نیوکو له حل کولو وروسته د مسلمانانو ورونو ادارې عیسی بنسټ ته د جومات د جوړولو اجازه ورکړه.
د عیسی بنسټ له لوري جومات ته نږدې د موټر درولو او د نورو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره د دیرش زرو پونډو ورکولو وعده هم کړې، د بنسټ مشر وایي، چې د جومات د جوړولو وروسته به بلیک برن نوی او عصري شکل غوره کړي او خلکو ته به دا وښایي چې دغه سیمه د بېلابېلو ټولنو د اوسېدو ځای دی.