کورپاڼه / خبرونه / نجيب الله ځدراڼ پنځوسيزه ووهله او ١٠٠٠ منډې يې هم پوره کړې
نجيب الله ځدراڼ

نجيب الله ځدراڼ پنځوسيزه ووهله او ١٠٠٠ منډې يې هم پوره کړې

د افغانستان د مډل ارډر توپوهونکي نجيب الله ځدراڼ د زمبابوې پر وړاندې پنځوسيزه ووهله او له دې سره نوموړي په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ١٠٠٠ منډې هم پوره کړې.

نوموړي نن خپله ٦٣مه نړيواله شل اوريزه لوبه ترسره کړه، چې په دې لوبه کې هغه ښه وځلېده او تراوسه پورې يې په ٣١ توپونو ٥٦ ناسوځېدلې منډې کړې دي او لا هم توپوهنې ته ولاړ دى.

له محمد شهزاد، محمد نبي، اصغر افغان او سميع الله شينواري وروسته نجيب الله ځدراڼ د افغانستان پنځم توپوهونکى دى چې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ١٠٠٠ منډې پوره کوي.

نوموړي په ٦٣ لوبو کې زر منډې پوره کړې، د هغه اوسط ٣١.٤٦ او سټرايک رېټ يې ١٣٧.٩٤ دى، نوموړي په يوه لوبه کې ٦٩ زياتې ناسوځېدلې منډې هم ترلاسه کړي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

شيکر دهون

شيکر دهون د ډيلي لوبډله په لومړۍ لوبه کې بريالۍ کړه

د ډيلي کاپيټلز له خوا شيکر دهون په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او په …