کورپاڼه / هنر او کلتور / جان ابراهام: د جایزې ورکولو مراسم د سرکس مترادف وي او انسان پکې خپل عزت بایلي

جان ابراهام: د جایزې ورکولو مراسم د سرکس مترادف وي او انسان پکې خپل عزت بایلي

د بالیووډ وتلي اداکار یا هنرمند جان ابراهام د جایزې ورکولو مراسم له سرکس سره مترادف ګڼلي.

د هندوستان مشهور اداکار جان ابراهام وایي، چې د جایزې ورکولو مراسم یې نه خوښېږي او نه ورته احترام نه لري، نوموړی دغه ډول مراسم یو ډول ټوکه ګڼي او وایي چې په دې ډول مراسمو کې اداکار یا هنرمند نڅا کوي او د جایزې له ګټلو وروسته خندونکي ټوکې کوي.

جان ابراهام وایي هغه کسان چې دې ډول مراسمو ته ځي، نڅا او ټوکې کوي اړینه نه ده چې غلط دې اوسي، خو دی وایي که چېرته د جایزې ورکولو مراسم ته لاړ شي نو داسې احساس به وکړي لکه یو مداري چې سرکس ته تللی وي او دا د خپل عزت او وقار د له منځه وړلو مترادف ګڼي او وایي چې هیڅکله د جایزې ورکولو مراسمو ته لاړ نه شي.

یاده دې وي چې جان ابراهام نوی فلم (ممبي ساګا) چې له عمران هاشمي او سنیل شیټي سره د ممبي ښار په تاریخ جوړ کړی، تېره ورځ په هند کې نندارې ته وړاندې شوی دی.

دا هم ولولئ

غزال عنايت

غزال عنايت: يوه مافيايي ډله هڅه کوي چې زه له موسيقۍ او هنره لاس واخلم، ايا زه يې په وړاندې چوپ پاتې شم؟

د هېواد مشهوره سندرغاړې غزال عنايت وايي، چې يوه مافيايي ډله په دې هڅه کې …