افغانستان په دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې هم د زمبابوې لوبډلې ته د ٤٧ منډو په توپير ماتې ورکړه او له دې سره نجيب الله ځدراڼ د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه.
دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې افغانستان پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه ترسره کړه.
افغانستان په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٣ منډې وکړې، چې له ډلې يې نجيب الله ځدراڼ ٧٢ ناسوځېدلې، عثمان غني ٣٩، اصغر افغان ٢٤ او کريم جنت ٢١ منډې ترلاسه کړې.
د زمبابوې له ريچارډ نګاروا او بليسنګ موزرباني ٢-٢ ويکټې واخيستې.
د ١٨٤ منډو هدف په تعقيب کې زمبابوې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٦ منډې وکړې، چې د ٤٧ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.
د دوى له خوا سکندر رضا ٤١ ناسوځېدلې، ريان برل ٣٩ ناسوځېدلې او تاريساى مسکندا ٣٠ منډې وکړې.
د افغانستان له خوا کريم جنت ٢، نوين الحق، محمد نبي او فض حق فاروقي ١-١ ويکټ واخيستې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه نجيب الله ځدراڼ او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه کريم جنت ته ورکړل شوه.
افغانستان په ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د ٣-٠ سره زمبابوې ته ماتې ورکړه او لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه.