کورپاڼه / خبرونه / اصغر افغان له دهوني مخکې شو او ستر ريکارډ يې په خپل نوم کړ
مهيندر سينګ دهوني او اصغر افغان

اصغر افغان له دهوني مخکې شو او ستر ريکارډ يې په خپل نوم کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان ستر ريکارډ په خپل نوم کړ، هغه له مهيندر سينګ دهوني مخکې شو او لومړنى لوبډلمشر شو چې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يې زياتې لوبې ګټلي دي.

د يوه لوبډلمشر په توګه د هند پخوانى لوبډلمشر مهيندر سينګ دهوني هغه کپتان و چې په خپله لوبډلمشرۍ کې يې تر ټولو زياتې ٤١ نړيوالې شل اوريزې لوبې ګټلې وې.

خو اوس اصغر افغان تر هغه په کمو لوبو کې په خپله لوبډلمشرۍ کې ٤٢ نړيوالې شل اوريزې لوبې وګټلې او دا ستر ريکارډ يې په خپل نوم کړ.

دهوني په ٧٢ لوبو کې ٤١ او اصغر افغان بيا په ٥٢ لوبو کې ٤٢ برياوې خپلې کړې دي، چې تر نورو ټولو لوبډلمشرانو مخکښ دى.

افغانستان نن په دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې هم زمبابوې ته ماتې ورکړه چې د ٣ لوبو لړۍ يې ٣-٠ په صفر وګټله او په دې سره اصغر افغان په دې وتوانېده چې دا ستر ريکارډ په خپل نوم کړي.

له دهوني وروسته بيا ايون مورګن راځي چې ډېرې ٥٩ لوبې يې ترسره کړې دي، خو ٣٣ برياوې يې خپلې کړې دي، همدا راز پورټرفيلډ ٥٦ لوبو کې ٢٦ او کين ويليمسن په ٤٩ لوبو کې ٢٣ برياوې خپلې کړې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

شيکر دهون

شيکر دهون د ډيلي لوبډله په لومړۍ لوبه کې بريالۍ کړه

د ډيلي کاپيټلز له خوا شيکر دهون په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او په …