کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / نانځکه هم فضا ته لېږل کېږي
نانځکه

نانځکه هم فضا ته لېږل کېږي

د ماشومانو تر ټولو مشهوره نانځکه (باربي ډول) هم د ناسا د يو ځانګړي ټيم سره د فضا په سفر د تګ لپاره اماده شوې ده.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، دا نانځکه (باربي ډول) د روسيې د يوازينۍ ستورمزلې څخه په اغېز جوړه او بازار ته وړاندې شوې ده.

دغه شرکت وايي، چې د نوې نانځکې، چې د ستورمزلې په بڼه کې ده، جوړولو هدف يې دا دى چې د ساينس، ټېکنالوژۍ، انجنيرينګ او څېړنو په برخه کې د نجونو ستاينه او ملاتړ وشي.

ستورمزلې

٣٦ کلنه انا کيکينا د روسيې لومړنۍ ښځينه ستورمزلې ده چې فضا ته سفر کوي، تر دې ٥٨ کاله مخکې ويلنټينا ټريشکووا لومړنۍ ښځينه وه چې فضا ته تللې وه.

د روسيې دا لومړنۍ ښځينه ستورمزلې به د راتلونکي کال په پاى کې فضا ته په سفر لاړه شي او له دې سره به دا مشهور نانځکه (باربي ډول) هم د فضا سفر وکړي.

د روسيې فضايي اداره وايي، چې دا نوې نانځکه دا پېغام لري، چې هر څوک خپل خوبونه رښتيا کولاى شي، بس تاسې بايد پر ځان باور ولرئ او مخکې تګ وکړئ.

د يادولو وړ ده چې تر مخکې يوه نانځکه د ساينسپوه په بڼه هم جوړه او بازار ته وړاندې شوې وه.

دا هم ولولئ

وټساپ د آیفون کاروونکو ته دوه نوي فیچرونه یا ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن وټساپ د آیفون کاروونکو لپاره دوه داسې فیچرونه یا …