کورپاڼه / بېلا بېل / د موټر چلولو هغه لارې چارې چې په سبب یې موټر لږ تېل مصرفوي

د موټر چلولو هغه لارې چارې چې په سبب یې موټر لږ تېل مصرفوي

ډېر به مو اورېدلي وي چې موټر اخیستل اسانه خو ساتل یې ستونزمن وي، یعنې د موټر د موټر مصرف پوره کول ستونزمن وي، خو اوسمهال د موټر چلوونکو لپاره ځینې داسې لارې چارې په ګوته شوي که چېرته عملي شي نو د تېلو مصروف کمولی شي.

د ډیلي سټار د راپور له مخې انګلستاني کارپوهان وایي چې د موټر ماشین هیڅکله له اړتیا پرته مه چالاندوئ، که چېرته په ګڼه ګوڼه کې بند راغلئ نو ماشین یې بند کړئ.

په دویم نمبر کې کارپوهان وایي چې د موټر سرعت ته یو ټاکلی حد وټاکئ، که چېرته موټر په ورو ډول سره وچلوئ نو یو طرف ته به لږ تېل مصرف کړي او بل لوري ته به د سفر پرمهال خوندي وئ، نو هڅه وکړئ چې پر سرک د ټاکل شوي سرعت څخه هم ورو لاړ شئ او په دریم نمبر کې وایي چې موټر ته سرعت په ورو ډول سره ورکړئ او بریک هم په کرار سره نیسئ.

دغه راز دوی وایي چې په موټر کې اضافي شیان مه باروئ، هر وخت یې سروس کوئ، د ټایرونه هوا تل ګورئ که چېرته د ټایر هوا برابره وي نو پنځه سلنه د تېلو مصرف کموي، د موټر ښېښې بندې ساتئ که ښېښې ښکته وي نو د هوا د فشار په سبب ماشین ډېره انرژي مصرفوي او ډېر تېل وهي او هڅه وکړئ چې ای سي ونه کاروئ او پرځای یې ښېښې ټیټې کړئ.

دا هم ولولئ

د سيند اوبه

د سيند اوبه ناڅاپي د شيدو په څېر سپينې شوې چې خلک يې ډېر حېرانه کړل + ويډيو

په برېتانيه کې د يو سيند اوبه ناڅاپي د شيدو په څېر سپينې شوې، چې …