د جاپان اوسېدونکې د يوې ښايسته موټر سايکل چلوونکې په اړه تازه دا راز افشا شوى دى، چې په اصل کې هغه نجلۍ نه بلکې ٥٠ کلن نارينه دى.
د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، دغه ښايسته موټر سايکل چلوونکې په ټولنيزو رسنيو کې ډېر تعقيبوونکي لرل، چې نه يوازې د هغې د ښايست، بلکې د هغې د موټر سايکل چلونې ستاينه هم خلکو ډېره کوله.
みなさーん٩( ˆoˆ )۶
おバイクしてますかぁ✨💖
もうすぐ春ですよ🌷🌼🌸
年齢:昭和の○○○
身長:166
住み:イバラキ🍠
大好き:バイクいじり😘
一言: Life is once, play this world#バイク乗りと繋がりたい #バイク乗りとして軽く自己紹介 pic.twitter.com/t28mZmJ4vg— 宗谷の蒼氷 (@azusagakuyuki) February 10, 2021
خو اوس د هغې په اړه ويل کېږي، چې پنځوس کلن نارينه د فېس ايپ، فوټوشاپ او ځينو نورو سافټوېرونو په مرسته تر ډېره پورې خلک په دوکه کې اچولي دي.
د دې خبرې راز تازه د انټرنېټ په يو پوسټ کې شوى دى، چې د دغه نجلۍ او همدا راز د نجلۍ هغه اصل عکس، چې هغه په اصل کې نارينه دى، هم ورسره خپور شوى دى.
エーッ3XV9⁉️マジ(⑉• •⑉)♡
仕上げ前のランプ類合わせ
今日はアンプ上げと配線流しで1日終わっちゃった😭
でも見てください こんなになっちゃいました(⸜( * ॑꒳ ॑* )⸝)
夜はちょっと恥ずかしいかも
(∩\\ω\\∩)カァァ… pic.twitter.com/bexYu47gxY— 宗谷の蒼氷 (@azusagakuyuki) February 11, 2021
دا نجلۍ يا سړى چې د يوساګاکو يوکي نوم يې ځانته ورکړى دى، په ټويټر کې له ٢٠ زرو څخه زيات تعقيبوونکي لري، چې د هغې عکسونه خوښوي او تبصرې هم پرې کوي.
دغه موټرسايکل چلوونکي په خپله دا خبره له خلکو سره شريکه کړې ده، چې يوازې د خلکو د پام خپلولو لپاره يې د نجلۍ بڼه خپله کړې وه، ځکه په دې پاخه عمر کې هغه څوک نه خوښوي.
สวัสดีนี่ฉันอาโออิซังไง
Posted by ซากุระเที่ยงคืน – เรื่องเล่าจากญี่ปุ่น on Tuesday, March 16, 2021
هغه زياتوي، په لومړي ځل چې مې کله لومړنى عکس د نجلۍ په بڼه کې په انټرنېټ خپور کړ، نو تر زرو زياتو کسانو فالو کړم، له هغه وروسته مې دې ته دوام ورکړ او تراوسه پورې همدا کار روان دى.