کورپاڼه / ليکنې / یوې ښځې هره شپه له وېده کېدو دمخه عادت درلود، چې ولیکي…

یوې ښځې هره شپه له وېده کېدو دمخه عادت درلود، چې ولیکي…

یوې ښځې هره شپه له وېده کېدو دمخه عادت درلود چې د ټولې ورځې خوښي او ښې شېبې پر یو کاغذ ولیکي، یوه شپه یې کاغذ راوخیست او ویې لیکل: زه خوشحاله یم چې خاوند مې ټوله شپه خرېږي، یعنې خاوند مې ژوندی او ترڅنګ دی. زه خوشحاله یم چې زوی مې هر سهار وختي په دې خبره شور او جنجال کوي چې ټوله شپه ماشو خوب ته نه دی پرېښی، یعنې زوی مې شپه په کور تېروي، لوفر نه دی. زه خوشحاله یم چې هره میاشت د بریښنا، ګاز، اوبو، تېلو او نورو ښه بیل ادا کوم، یعنې دغه ټول شیان لرو او استعمالوو یې. زه خوشحاله یم چې جامې مې ورځ په ورځ تنګېږي او راباندې لنډېږي، یعنې په ډېره ښه اندازه د خوراک او څښاک توکي لرو. زه خوشحاله یم چې د ورځې تر ختمېدو ډېره ستړې کېږم، یعنې په وجود کې مېې د سخت کار د کولو لپاره انرژي شته. زه خوشحاله یم چې هره ورځ خپل کور جارو کوم او دروازې او کړکۍ یې پاکوم، یعنې یو ډېر ښه کور لرم. زه خوشحالېږم چې کله ناکله ناروغه شم، یعنې ډېره صحت منده یم. زه خوشحاله یم چې هر کال په اختر کې د ډالیو په ورکړې او د اختري په ورکولو مې جیب تش پاتې کېږي، یعنې خپل، خپلوان او ملګري لرم او ډالۍ ورکوم، زه خوشحاله یم چې هره ورځ د الارم په غږ پورته کېږم، یعنې ژوندۍ یم.

نو هڅه وکړئ چې په مصروفونو او لګښتونو له خپه کېدلو ډډه وکړئ او د ژوند په دې غوره او قیمتي فورمول عمل کړئ، چې هم خپل او هم د نورو ژوند ته آرام ور وبخښئ.

ژباړه د یو اردو ویب سایټ

دا هم ولولئ

د نړۍ هغه ٨ ځايونه چې د خلکو ورتګ منع دى

د نړۍ هغه ٨ ځايونه چې خلک د ورتګ اجازه نه لري

نن سبا په ټوله نړۍ کې د ټرانسپورټ يا تګ راتګ سيسټم دومره اسانه شوى …