کورپاڼه / خپلواک / کاردان د ملي لوبډلې د لباس مالي ملاتړ وکړ
کاردان او کرکټ بورډ

کاردان د ملي لوبډلې د لباس مالي ملاتړ وکړ

خپلواک وېبپاڼه (۲۸ اکتوبر ۲۰۱۹): کارتان پوهنتون د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ويسټ انډيز پر وړاندې د شل اوريزه سياليو لپاره د لوبغاړو  لباس مالي ملاتړ ترلاسه کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري ويل شوي دي، چې د افغانستان کرکټ بورډ او کاردان پوهنتون ترمنځ له ويسټ انډيز سره د شل اوريزه سياليو د لباس عمومي ملاتړ کوونکي د حقوقو ترلاسه کولو او همدا رنګه د دواړو ادارو د کارکوونکو او محصلينو د تحصيلي سويې د لوړولو په موخه دوه اړخيزه هوکړه ليکونه لاسليک کړل.

افغان کرکټ بورډ پاکستانی فيزيو او مساجر له دندو ګوښه کړل

افغان لوبډله د هند پر لور وخوځېده

د کرکټ هغه ۵ لوبغاړي چې خپل نومونه يې بدل کړل

کرکټ بورډ وايي، چې د ويسټ انډيز سره د درې شل اوريزه سياليو د ملي لوبډلې د لباس عمومي مالي ملاتړ به د کاردان پوهنتون پر غاړه وي.

د کرکټ بورډ اجراييوي مشر لطف ستانکزي په دغه هوکړه ليکونو خوښي څرګنده کړې او وايي چې دا زموږ لپاره د خوښۍ ځای دی چې له يوې علمي ادارې سره د دوه اړخيزو همکاريو تړون لاسليکوو.

هغه همدا راز په خپلو خبرو کې زياتوي، چې کرکټ بورډ به په خپلو ټولو هوکړو کې رښتينی وي او هڅه به يې هم دا وي چې خپلو همکارو ادارو سره اوږدمهاله ملګرتيا وکړي.

د يادولو ده چې افغانستان او ويسټ انډيز د نومبر په مياشت کې په هند کې درې يو ورځنۍ، درې شل اوريزې او يوه ټېسټ سيالي ترسره کوي. دغه لوبې چې د افغانستان په کوربه توب ترسره کېږي، د هند په لکنو ښار کې به ترسره شي.

د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د لوبو پيل به د يو ورځنيو لوبو څخه وشي، چې د نومبر په ۶مه به پيل شي، همدا راز له هغه وروسته شل اوريزې او بیا به ټېسټ سيالي هم ترسره شي، چې ټولې لوبې به د دسمبر تر لومړۍ نېټې پورې دوام وکړي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …