کورپاڼه / بېلا بېل / ګوګل د نوروز لپاره ځانګړى ډوډل جوړ کړى
نوروز

ګوګل د نوروز لپاره ځانګړى ډوډل جوړ کړى

د انټرنټې تر ټولو ستر شرکت ګوګل چې د هر هېواد د ځانګړو ورځو او يا هم د نوي کال په موقع باندې ځانګړي ډوډل جوړوي، دا ځل يې د نوروز لپاره هم ځانګړى ډوډل جوړ کړى دى.

نن د کال ١٣٩٩ کال وروستۍ ورځ ده او له سبا څخه به ١٤٠٠ کال پيل شي، چې سبا د نوروز ورځ ده، چې دا ورځ د افغانستان په ګډون په ايران او ځينو نورو هېوادونو کې هم لمانځل کېږي.

د ګوګل په پلټنځي يا سرچ انجن کې ګوګل د نوروز لپاره ځانګړى ډوډل جوړ کړى او لګولى دى، چې پکې ګېر چاپېره ګلان ليدل کېږي او په منځ کې يې ګوګل ليکل شوى دى.

نوروز، ګوګل

د نوروز ورځ چې له ډېر پخوا راهيسې په منځنۍ اسيا کې لمانځل کېږي، په افغانستان کې هم دا ورځ په ډېره لويه کچه باندې لمانځل کېږي.

سبا په هېواد کې د نوروز يا د نوي کال په لومړۍ ورځ رخصت دى او د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولايتونو کې د نوروز په ورځ ځانګړي پروګرامونه او خوشحالۍ ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

د سيند اوبه

د سيند اوبه ناڅاپي د شيدو په څېر سپينې شوې چې خلک يې ډېر حېرانه کړل + ويډيو

په برېتانيه کې د يو سيند اوبه ناڅاپي د شيدو په څېر سپينې شوې، چې …