کورپاڼه / جالب / د هند یو ویب سایټ اعلان کړی، چې د یوې روپۍ د سپینو سکه په لکونو روپۍ اخلي

د هند یو ویب سایټ اعلان کړی، چې د یوې روپۍ د سپینو سکه په لکونو روپۍ اخلي

په هند کې یو ویب سايټ چې زړې یا پخوانۍ سکې یا نوټونه لیلاموي، هغه کسانو ته زیری ورکړی چې د یوې روپۍ سکه ولري.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې د پخوانیو سکو او نوټونه لیلاموونکي ویب سایټ د پخوانیو شیانو او کرنسیو راټولوونکو کسان ته وړاندیز کړی، که چېرته ورسره د نوولسمې پېړۍ د یوې روپۍ د سپینو سکه وي، نو په بدل کې یې پنځه لکه روپۍ ګټلی شي.

د ویب له لوري اعلان شوی چې هغه کسان چې دغه سکه لري، عکس دې ترې وباسي او پر ویب سایټ دې یې خپور کړي، چې له هغې وروسته به بولي وشي او چا چې ډېره بولي ووهله د پیسو د ادا کولو وروسته به د سکې څښتن کېږي.

دغه راز د سکې څښتن واک لري چې د خپلې خوښې پر قیمت یې وپلوري، یعنې د یوې سکې په مرسته په یوه شپه کې لکونه روپۍ ګټلی شي.

راپورونه وایي چې دغه د یوې روپۍ سکه په ۱۹۱۶ کال استعمالېده او هغه کسان چې دغه سکه لري په انډیا مارټ ډاټ کام ویب سایټ یې پورته کولی شي او سربېره پر دې په دې ویب سایټ د پخوانیو وختونو استعمالېدونکې له پنځو پیسو څخه تر لس روپیو او نایابه سکې پلورل شي.

دا هم ولولئ

آیا د بوټو او نباتاتو د ساه اخیستلو غږ اورېدلی شو؟

آیا د بوټو یا نباتاتو د ساه اخیستلو آواز یا غږ اورېدلی شئ؟ که چېرته …