کورپاڼه / اسلام / د اسرافیل علیه السلام د شپېلۍ په پو کولو سره به کوم اته شیان پاتې شي؟

د اسرافیل علیه السلام د شپېلۍ په پو کولو سره به کوم اته شیان پاتې شي؟

حضرت اسرافیل علیه السلام به شپېلۍ پو کړي او حضرت عزراییل علیه السلام به روحونه واخلي، دا وخت به د شیطان روح هم واخلي او دومره تکلیف به ور ورسوي څومره چې د ټولو مسلمانان د مرګ پر وخت وي، تر شپږو میاشتو پورې به شپېلۍ وهل کېږي او له هغې وروسته به هر څه ټوټه شي، د اسمان او ستورو نښې نښانې به ورکې شي، ټول انسانان به مړه شي، فرښتې به هم مړې شي خو دا وخت به یوازې اته شیان پاتې کېږي.

په دې اتو شیان کې لومړی د الله تعالی عرش دی، دویم د الله کرسي، دریم لوح محفوظ، څلورم قلم، پنځم جنت، شپږم دوزخ، اووم شپېلۍ او اتم به روحونه وي چې بې خوده به وي، خو ځینې علماء او محدثین وایي چې دغه اته شیان به هم تر یوه حده نامعلوم وي او یوازې به د الله تعالی ذات پاتې شي.

هغه وخت چې له الله تعالی پرته به هیڅ شی پاتې نه شي نو الله تعالی به وفرمایې، چېرته دې د حکومتونو دعوه کوونکي او بادشاهان، نن د چا بادشاهي ده بیابه الله تعالی ارشاد وفرمایي چې د ټول سلطنت خدایي واحد او قهار لپاره ده.

له دې وروسته به تر یوه وخته یوازې د الله تعالی ذات پاتې شي او له یو څه مودې وروسته به الله تعالی پخپله ټول مخلوقات بیا را ژوندي کړي. ځمکه به دغه وخت داسې وي چې د ودانیو، ونو، غرونو او سمندرونو نښه به هم پرې نه وي، له دې وروسته به الله تعالی چې په کوم ځای وغواړي خلک به را ژوندي کوي، د انسانان د بیا ژوندي کولو مرحله به داسې وي چې لومړی به د ملا تیر ژوندی کړی او بیابه یې د بدن نور غړي ورسره یوځای کړي، کله چې ټول بدن تیار شي نو روحونه به په شپېلۍ کې کېښودل شي او الله تعالی به اسرافیل علیه السلام ته امر وکړي چې په پوره طاقت سره شپېلۍ پو کړه، الله تعالی به وفرمایي: قسم دی زما په عزت او عظمت وي، یو روح به هم د خپل بدن څخه بل چېرته نه ځي، د الله تعالی ددې حکم په اورېدو به ټول روحونه خپلو خپلو بدنونه په داسې ډول سره لاړ شي لکه مرغۍ چې ځالو ته ځي.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې سنت عملونه پرېښول، څنګه دي؟

ځینې کسان د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې کارونه ناروا ګڼې او نه یې …