کورپاڼه / د لوبو راپورونه / هند له ټېسټ وروسته په شل اوريزه لوبلړۍ کې هم انګلستان مات کړ
هند او انګلستان

هند له ټېسټ وروسته په شل اوريزه لوبلړۍ کې هم انګلستان مات کړ

د هند له خوا کوهلي، شرما، کمار او ټاکر ښه لوبه ترسره کړه او په پنځمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې يې بريا ورپه برخه کړه، چې له دې سره يې لوبلړۍ هم وګټله.

د هند او انګلستان ترمنځ پنځمه نړيواله شل اوريزه لوبه په احمد اباد کې ترسره شوه، چې انګلستان پچه وګټله او لومړى يې هند ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

هند په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو ٢٢٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې ويراټ کوهلي ٨٠ ناسوځېدلې، روهيت شرما ٦٤، هارديک پانډيا ٣٩ ناسوځېدلې او سوريا کمار يادو ٣٢ منډې وکړې.

د انګلستان له خوا عادل رشيد او بين سټوکس ١-١ ويکټ واخيستې.

د ٢٢٥ منډو هدف په تعقيب کې د انګلستان لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٨ منډې وکړې او د ٣٦ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

د دوى له خوا ډيويډ ملن ٦٨ او جاس بټلر ٥٢ منډې وکړې.

د هند له لوري شردل ټاکر ٣، بوينشور کمار ٢، هارديک پانډيا او ټي ناټاراجن ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه بوينشور کمار او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه ويراټ کوهلي ترلاسه کړه.

د ٥ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ کې هند د ٣-٢ سره بريا خپله کړه او له ټېسټ وروسته يې دا لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

د يادولو وړ ده چې له ټېسټ او شل اوريزو لوب وروسته د هند او انګلستان ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ هم ترسره کېږي، چې لومړۍ لوبه به يې د مارچ په ٢٣مه نېټه په پونى کې ترسره شي.

دا هم ولولئ

سکندر رضا د سرطان له خطره وژغورل شو

د زمبابوې د کرکټ ملې لوبډلې پاکستانی الراونډر سکندر رضا د سرطان له خطر څخه …