کورپاڼه / اسلام / مرغیو ته د دانو په اچولو انسان څه شی ترلاسه کوي؟ حضرت علي رضي الله عنه فرمایي

مرغیو ته د دانو په اچولو انسان څه شی ترلاسه کوي؟ حضرت علي رضي الله عنه فرمایي

الله تعالی انسان اشرف المخلوقات پیدا کړی او په نورو ټولو موجوداتو یې لوړتیا او برتري ورکړې، الله تعالی په قران کریم کې په څلورو شیانو قسم خوړلی ترڅو انسان ته د خپلې لوړتیا او برترۍ احساس وشي او خپل مقام او منصب وپېژني، الله تعالی د (تین) په سورت کې په زیتونو، طور سینا او د مکې په سپېڅلي ښار قسم خوړلی او فرمایلي دي چې انسان یې په غوره ډول سره پیدا کړی.

الله تعالی نه یوازې دا چې ښکلی پیدا کړی بلکې ټول کاینات یې ورته تابع ګرځولي، انسان ته یې عقل، پوهه، شعور، ادراک ورکړی ترڅو د سمندر ژورې او د فضاء لوړوالی تر قبضې لاندې راولي، خو لکه څنګه چې انسان یو غوره او طاقتور مخلوق دی ورسره څنګ کې اړمن او محتاج هم دی.

ډېری خلک شکایتونه او فریادونه کوي چې په ژوند کې هغه بریا نه شي ترلاسه کولي د کومې چې دوی وړ وي، په دې اړه یوه واقعه بیانوو.

یو کس د حصرت علي رضي الله عنه په خدمت کې حاضر شو او و یې ویل چې زه هره ورځ کار ته ځم، خو هغه څه نه شم ترلاسه کولی چې زه یې وړ یم او نه په ټوله سکون را په برخه کېږي، نو علي رضي الله عنه ورته وویل، چې هره ورځ او د هر کار په پیل کې د الله یو مخلوق ته څه خوراک ورکوه او بیا وګوره چې په کارونو کې دې بریا او په ژوند کې دې سکون راځي او کنه، هغه شخص وویل چې زما دومره وس نه رسېږي چې هره ورځ دې د الله تعالی په کوم مخلوق څه وخورم، علي رضي الله عنه ورته په مسکا وویل، آیا ستاسو په کور کې د غلې یوه دانه هم نشته، هغه شخص وویل چې د غلې یوه دانه به څه وي، نو حضرت علي رضي الله عنه ورته وفرمایل، اړینه نه ده چې د خپلې وسې ډېر څه ورکړې، خو څه شی چې ورکوې په اخلاص یې ورکوه، که چېرته د غلې یوه دانه د خپلو ورځنیو خوړو څخه وباسې او د الله په کوم مخلوق یعنې په مرغۍ یا میږي یې وخورې، نو دعاګانې به درته وکړي او په رزق کې به دې برکت پیدا شي، ځکه چې الله تعالی د خپل هر مخلوق سره مینه کوي او کله چې ته د الله تعالی پر مخلوق رحم کوې، نو الله تعالی به پر تا ورحمېږي.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې سنت عملونه پرېښول، څنګه دي؟

ځینې کسان د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې کارونه ناروا ګڼې او نه یې …