کورپاڼه / ريکارډونه / د ډيويډ ملن ستر ريکارډ، له بابر اعظم او ويراټ کوهلي مخکې شو
بابر اعظم او ډيويډ ملن

د ډيويډ ملن ستر ريکارډ، له بابر اعظم او ويراټ کوهلي مخکې شو

د انګلستان د ټاپ ارډر توپوهونکى ډيويډ ملن په دې وتوانېده چې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې تر نورو ټولو توپوهونکو ژر ١٠٠٠ منډې پوره کړي او دا ريکارډ په خپل نوم کړي.

٣٣ کلن ډيويډ ملن پرون د هند پر وړاندې په پنځمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې ٦٨ منډې وکړې او دا کارنامه يې ترسره کړه چې چټکې زر منډې هم پوره کړي.

ډيويډ ملن د ١٠٠٠ چټکو منډو هدف يوازې په ٢٤ منډو کې پوره کړ، چې تر هغه مخکې د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم هغه توپوهونکى و چې په کمو منډو کې يې ١٠٠٠ منډې کړې وې.

بابر اعظم په ٢٦ لوبو کې ١٠٠٠ منډې کړې وې او تر ټولو مخکې و، خو اوس ډيويډ ملن تر هغه مخکې شو. همدا راز د هند کپتان ويراټ کوهلي بيا په ٢٧ لوبو کې چټکې زر منډې پوره کړې وې.

د اسټراليا ارون فنچ او د هند لوکيش راهول بيا په ٢٩-٢٩ لوبو کې ١٠٠٠ منډې پوره کړي دي، همدا راز کيوين پيټرسن، اليکس هيلس او فاف ډوپليسي هغه لوبغاړي دي چې په ٣٢ لوبو کې يې ١٠٠٠ منډې پوره کړي دي.

د يادولو وړ ده چې د افغانستان چټک پيليز توپوهونکي محمد شهزاد بيا په ٣٨ لوبو کې چټکې ١٠٠٠ منډې کړې دي، هغه دا لوبې په ٢٠١٦ کال کې د زمبابوې پر وړاندې پوره کړې وې.

دا هم ولولئ

کريس موريس

کريس موريس په شپږيزه د راجستان رايلز لوبډله بريالۍ کړه

د راجستان رايلز لوبډله چې د ټاکلي هدف پر وړاندې ډېره کمزورې روانه وه، خو …