کورپاڼه / جالب / د شهزادګۍ ډیانا لیکونه په حیرانوونکې قیمت لیلام شول

د شهزادګۍ ډیانا لیکونه په حیرانوونکې قیمت لیلام شول

د انګلستان د شاهي کورنۍ د غړې د شهزادګۍ ډیانا په لاس لیکل شوي لیکونه چې له تېرو څلرویشت کلونو څخه په خوندي ډول ساتل شوي، اوسمهال په اوه شپېته زره او نهه سوه (۶۷۹۰۰) پونډو وپلورل شول.

د نړېوالو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د لیکونه په دې ټولګه کې هغه لیکونه هم شامل دي چې شهزادګۍ ډیانا خپل ملګري راجر برامبل ته له ۱۹۹۰ څخه تر ۱۹۹۷ زېږدیز کاله پورې لیکل شوي.

ویل کېږي چې په دې موده کې د ډیانا له لوري شپږ دیرش لیکونه لیکل شوي، چې ټول یې په دې ټولګه کې شامل دي او د پرنس چارلس څخه د طلاق اخیستلو او په ۱۹۹۳ زېږدیز کال د ځان د سوځولو له هڅې وروسته یې ټولې ستونزې په دې لیکونو کې لیکل شوي او یادونه ورڅخه شوې. راپور زیاتوي چې لیلامۍ څخه ترلاسه شوې روپۍ به بېلابېلو ادارو ته د ډالۍ په ډول ورکړي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …