کورپاڼه / روغتيا / چاغښت او ډېر وزن درلودل سره څه توپیر لري؟

چاغښت او ډېر وزن درلودل سره څه توپیر لري؟

هر کال په ټوله نړۍ کې په لکونه انسانان د ډېر وزن او چاغښت په سبب خپل ژوند له لاسه ورکوي او دا یو داسې ستونزه ده چې غټ او واړه نه ګوري او پرې اخته کېږي، خو باید ووایم چې د ډېر وزن او چاغښت ترمنځ توپیر وي چې معیار یې د انسان پر بدن پورې اړه لري.

دا چې یو انسان باید څومره وزن ولري، د هغه قد یا ونې پورې اړه لري، که چېرته د انسان وزن د هغه له ونې پنڅه ویشت سلنه ډېروي نو په داسې حالاتو کې ویلی شو چې وزن یې ډېر دی، که چېرته یې وزن له دیرش سلنو پورته شي نو پوه شئ چې د ډېر وزن له منزل څخه تېر شوئ او د چاغښت مرحلې ته داخل شوي یئ. د نارینه او ښځینه برابر وزن د دوی د ونې او او کیلو ګرامو په وسیله په اسانۍ سره معلومېدلی شي.

ولې د انسان وزن ډېرېږي او د چاغښت ستونزه ورته پیدا کېږي؟ ددې پوښتنې په ځواب کې ویل کېږي د کالوري د سیستم خرابي د ذکرو شوو ستونزو بنسټیز سبب کیدلی شي، له حده ډېر وزن او د چاغښت په سبب د زړه ناروغۍ، د وینې دوران، د زړه حمله، شکر او بېلابېلې سرطاني ناروغۍ رامنځته کېږي، نو راځئ چې د وزن او چاغښت مختلف سببونه ولولو.

د انرژۍ په توازن کې کمښت: بدن ته داخلېدونکي او له بدن څخه خارجېدونکي انرژي که چېرته توازن ونه لري، نو وزن ډېرېږي او د چاغښت سبب کېږي.

ښه چاپیریال: که چېرته په یو داسې چاپیریال کې ژوند کوئ چې هوا یې ښه نه وي نو پر وزن مو اغېزې کوي.

جینټیکي او کورني: د انسان جینونه هم د هغه پر ونې او وزن اغېزې کوي، چاغښت په میراث کې هم پاتې کېږي او په ځینو کورنیو کې ډېر کوچ استعمالېږي چې بیا د چاغښت ستونزه رامنځته کوي.

هورمون: د ښځو وزن د میاشتني نظام د خرابېدو په سبب هم ډېرېږي او د هورمون د ستونزو په سبب د ښځو وزن ډېرېږي.

درمل: ځینې درمل هم د چاغښت ستونزه رامنځته کوي.

عمر: د عمر په ډېرېدو د انسان بدن کالوري نه شي سوځولی او په داسې حالاتو کې که خوړو ته پاملرنه ونه شي چاغښت رامنځته کوي.

مناسب خوب نه کول: د مناسب خوب په نه کولو سره د انسان د بدن سیستم خرابېږي او داسې خواړه کاروي چې ډېره کالوري او کلسیم لري.

کالوري: د وزن په ډېرېدو کې کالوري نیغ په نیغه رول لوبوي، که چېرته تاسې له اندازې زیاته کالوري استعمالوئ نو وزن مو ډېرېږي، نو هڅه وکړئ چې د خوراکي توکو لپاره مهال ویش جوړ کړئ او ورزش وکړئ.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې د وزن د کمولو لپاره دغه ډول چکني استعمال کړئ

ډېری کسان د روژې په مبارکه میاشت کې د عامو ورځو په پرتله د وزن …