کورپاڼه / خبرونه / د ملي لوبډلې لوبغاړو هم هېوادوالو ته د نوروز او نوي کال مبارکي ورکړه
ملي لوبغاړي

د ملي لوبډلې لوبغاړو هم هېوادوالو ته د نوروز او نوي کال مبارکي ورکړه

د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو هم د نوي کال او نوروز په راتګ ټولو هېوادوالو ته د نوي کال او نوروز مبارکي ورکړې ده او د سولې هيله يې څرګنده کړې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ د نوي کال په لومړۍ ورځ د ملي لوبډلې لوبغاړو يوه ويډيو خپره کړې ده، چې پکې ملي لوبغاړو هېوادوالو ته مبارکي ورکړې ده.

د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان وايي: ((نوى کال مو مبارک شه، الله دې وکړي، چې دا نوى کال د سولې او خوشحالۍ کال وي.))

ځوان لوبغاړى فضل حق فاروقي په دې ويډيو کې وايي: ((هر روز تان نوروز، نوروز تان پيروز.)) د افغانستان چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى رحمان الله ګربز وويل: ((ټولو هېوادوالو ته دې دا نوى کال مبارک وي، الله دې وکړي چې دا کال په وطن کې د سولې او امن کال وګرځي.))

د ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړى شرف الدين اشرف وايي: ((د نوي کال په رارسېدو ټولو هېوادوالو ته مبارکي وايم.)) د ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او الراونډر لوبغاړي ګلبدين نايب وويل: ((په دې هيله چې په دې ګران هېواد کې تلپاتې سوله راشي، او دا مو غټ ارمان دى او دا نوى کال دې الله نور هم بختور کړي، الله دې وکړي چې دا نوى کال د ملي لوبغاړي او ملي لوبډلې د خوښيو ډک کال وي.))

د ملي لوبډلې پخوانى چټک توپوهونکى حميد حسن وايي: ((نوى کال دې تاسو ټولو ته مبارک وي، خداى دې وکړي چې دا کال د سولې او امن وي.))

د ملي لوبډلې پيليز توپوهونکي عثمان غني وويل: ((ګرانو هېوادوالو نوى کال مو مبارک شي، خداى دې وکړي چې دا کال د سولې او سوکالۍ کال وګرځي.))

د ملي لوبډلې ځوان ورو توپ اچونکي قېس احمد وويل: ((نوى کال مو مبارک او بختور شه، خداى دې وکړي چې نوى کال د سولې او امن او زموږ د لوبغاړو د برياوو ډک کال واوسي.))

د دوى پرته د ملي لوبډلې نورو لوبغاړو نجيب الله ځدراڼ، ابراهيم ځدراڼ، حشمت الله شهيدي، افسر ځاځي او امير حمزه هوتک هم په دې ويډيو کې هېوادوالو ته د نوي کال مبارکي ورکړې ده. همدا راز د کرکټ بورډ عمومي رييس او د ملي لوبډلې روزونکي هم خلکو ته مبارکي ورکړې.

دا هم ولولئ

منيش پانډى

د حېدراباد منيش پانډى له ښه ځلېدو وروسته هم له نيوکو سره مخ دى

پرون د اى پي ايل دريمه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو …