کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان ٥ توپوهونکي چې نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يې تر ١٠٠٠ زياتې منډې کړي
شهزاد، نبي، اصغر، نجيب او سميع

د افغانستان ٥ توپوهونکي چې نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يې تر ١٠٠٠ زياتې منډې کړي

پرون د زمبابوې پر وړاندې په دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې نجيب الله ځدراڼ په دې وتوانېده چې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ١٠٠٠ منډې پوره کړي او په دې سره نوموړى د افغانستان پنځم توپوهونکى شو چې تر زر زياتې منډې يې وکړې.

هغه افغان توپوهونکي چې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يې تر زر زياتې منډې کړې دي، لاندې دي:

محمد شهزاد:

محمد شهزاد

د افغانستان چټک پيليز توپوهونکي او ويکټ ساتونکو په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د افغانستان لپاره تر ټولو زياتې منډې کړې دي. نوموړي په ٦٥ لوبو کې ١٩٣٦ منډې ترلاسه کړې دي او ١١٨ ناسوځېدلې منډې يې په يوه لوبه کې زياتې منډې دي.

شهزاد ١ سليزه او ١٢ پنځوسيزې هم وهلي دي. نوموړي د ٢٠١٨ کال څخه وروسته د افغانستان لپاره کومه نړيواله شل اوريزه لوبه نه ده ترسره کړې.

محمد نبي:

محمد نبي

د افغانستان تجربه کاره لوبغاړى او د نړيوالو شل اوريزو لوبو د نړۍ غوره الراونډر محمد نبي دويم توپوهونکى دى چې د افغانستان لپاره يې زياتې منډې ترلاسه کړې دي.

نوموړي په ٨١ لوبو کې ١٣٩٦ منډې ترلاسه کړې دي، چې په يوه لوبه کې يې ٨٩ زياتې منډې هم ترلاسه کړي دي، نوموړي ٤ پنځوسيزې هم وهلي دي.

اصغر افغان:

اصغر افغان

د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان دريم توپوهونکى دى چې د افغانستان لپاره يې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې زياتې منډې ترلاسه کړي دي.

اصغر افغان په ٧٢ لوبو کې ١٣٤١ منډې ترلاسه کړې دي، چې په يوه لوبه کې يې ٦٢ زياتې منډې هم اخيستي دي. هغه ٤ پنځوسيزې هم وهلي دي.

نجيب الله ځدراڼ:

نجيب الله ځدراڼ

نجيب الله ځدراڼ څلورم توپوهونکى دى چې تېره ورځ يې دا کارنامه ترسره کړه او د افغانستان لپاره يې ١٠٠٠ منډې پوره کړې.

نوموړي په ٦٣ لوبو کې ١٠٦٠ منډې ترلاسه کړې دي، چې پرون ٧٢ ناسوځېدلې منډې وکړې او دا په يوه لوبه کې د هغه زياتې منډې هم دي. نوموړي ٤ پنځوسيزې هم وهلي دي.

سميع الله شينوارى:

سميع الله شينوارى

د افغانستان الراونډر لوبغاړى سميع الله شينوارى هغه پنځم او وروستى توپوهونکى دى، چې تر ١٠٠٠ زياتې منډې يې ترلاسه کړې دي.

نوموړي په ٦٤ لوبو کې ١٠١٣ منډې کړې دي، چې په يوه لوبه کې يې ٦١ زياتې منډې هم دي، هغه ٢ پنځوسيزې هم وهلي دي.

دا هم ولولئ

د لمر له راختلو وروسته تر څه وخته پورې د روژې نیت کېږي؟

د روژې په مبارکه میاشت کې د هرې روژې لپاره بېل، بېل نیت کول اړین …