کورپاڼه / جالب / د حیواناتو د یو عالم حیرانوونکې ادعا؛ که فضایي مخلوق سره ووینو نو شاید چای هم ورسره وڅښو

د حیواناتو د یو عالم حیرانوونکې ادعا؛ که فضایي مخلوق سره ووینو نو شاید چای هم ورسره وڅښو

موږ انسانانو د فضایي مخلوق یو خیالي تصویر جوړ کړی او داسې فکر کوو چې فضایي مخلوق به کوچنی بدن، غټ سر او غټې، غټې سترګې لري، خو په مجموعي ډول فضایي مخلوق د انسانانو په څېر څرګندېږي، خو اوسمهال د زولوژي یو عالم په دې اړه حیرانوونکې دعوه کړې ده.

د میل انلاین د راپور له مخې د ایرک کرشین بوم په نوم یو زولوجیسټ وایي، چې د ډاروین د ارتقاء نظریه یوازې د ځمکې پر مخلوقاتو نه بلکې په ټولو کایناتو تطبیقېږي او امکان دې ولري چې په نورو سیارو اوسیدونکي مخلوق هم د ارتقاء له مرحلو تېر شوي وي او یو بل ډول شکل یې غوره کړی وي.

ایرک وایي چې د فضایي مخلوق شکلونه د انسانان په ډول به نه وي خو پر ځمکه د موجودو نورو حیواناتو په څېر به وي، یعنې څلور پښې، د الوتونکو غوندې وزرې، د ماهیانو غوندې برانشونه به لري، شکلونه به د حیواناتو په څېر وي خو د انسانان غوندې هوښیار به وي او ټولنیزې اړیکې به ساتي.

ایرک زیاتوي چې فضایي مخلوق به هم د ارتقاء له مراحلو څخه په تېرېدو ژبه رامنځته کړي وي، ټیکنالوژي به هم پېژني او دا هم وایي چې که چېرته د فضایي مخلوق سره ووینو نو شاید چای هم ورسره وڅښو.

دا هم ولولئ

یو شخص د الوتکې په ټایر کې پټ شوی و، ترڅو هالیند ته لاړ شي، خو پایله یې بدله وه

یو شخص له ناجیریا څخه د الوتکې په ټایر کې پټ شوی و، ترڅو په …