کورپاڼه / روغتيا / د زړه د ناروغیو ترټولو آسانه درملنه په دې ډول وکړئ

د زړه د ناروغیو ترټولو آسانه درملنه په دې ډول وکړئ

د ژوند د غیر صحت مندې طریقې په خپلولو سره د زړه په ناروغیو کې ډېر زیات زیاتوالی راغلی، خو ددې هر څه سربېره په مصروفه ژوند کې په دې پوهېدل اړین وي چې څه ډول د خپل زړه د روغتیا ساتنه وکړو.

روغتیایي کارپوهان وایي چې د زړه ناروغي په ټوله نړۍ کې د انسانانو د مړینې ترټولو لوی لامل ګڼل کېږي او هر کال اتلس میلونه انسانان د همدې ناروغۍ په سبب خپل ژوند له لاسه ورکوي.

روغتیایي زیاتوي چې د زړه د ناروغیو ډېرېدل په خراب ډول د ژوند د تېرولو، د ډېر زیات کار کول، سم خوب نه کول، کیمیاوي خواړه کارول، ورزش نه کول او په ذهني فشار کې ډېروالی په سبب دي.

دغه راز په کم عمرۍ کې د سګریټ څکول یې هم یو سبب کیدلی شي او ډېری هغه کسان چې عمرونه یې له شلو څخه تر پنځه کلونو وي او د لوړ فشار ستونزه لري، سګریټ څکول یې لوی لامل ګڼل کېږي او که چېرته د کورنۍ کوم زړه د زړه ناروغۍ ولري نو امکان شته چې دی هم د زړه په ناروغیو اخته شي.

روغتیایي کارپوهان لارښوونه کوي چې په څلرویشت ساعتونو کې یو ساعت ورزش ته ځانګړی کړئ، ترڅو د وینې دوران مو ښه شي او د زړه او لوړ فشار ناروغیو خطر مو کم شي. دغه راز خوراکي توکو ته پاملرنه کول هم اړینه ګڼل کېږي او هغه کسان چې د ډېر عمر لرونکي او یو ځل د زړه له حملې سره مخ شوي وي، ورته پکار ده چې ډېر احتیاط دې وکړي او ذکر شوې لارښوونې دې ضرور عملي کړي.

دا هم ولولئ

څنګه کولی شو چې د لمر له وړانګو خپل پوستکی وساتو؟

موسمي بدلونونه نه یوازې دا چې پر چاپیریال اغېزې کوي، بلکې د انسان پر روغتیا …