کورپاڼه / جالب / په استرالیا کې هم یوې انجلۍ له خپل ځان سره واده وکړ

په استرالیا کې هم یوې انجلۍ له خپل ځان سره واده وکړ

په استرالیا کې یوې اته ویشت کلنۍ انجلۍ له خپل ځان سره په یو داسې سبب واده کړی، چې په اورېدو به یې د حیرانۍ احساس وکړئ

د استرالیا د مرر رسنۍ پر وینا ویل کېږي چې دغه اته ویشت کلنه انجلۍ پیټریشا کریسټین نومېږي او څو کاله وړاندې یې له یوه هلک سره کوژده هم کړې وه، خو په ۲۰۱۳ کال یې احساس وکړ چې د خپل نامزاد سره به واده کول یوه لویه تېروتنه وي، چې بیا یې له خپل نامزاد سره اړیکه پرې کړه او یې دادی له خپل ځان سره واده وکړ.

راپورونه وایي چې پیټریشا خپل واده ته یوازې نهه ملګري دعوت کړي او پر مراسم یې یوازې نهه څلویښت پونډه مصرف کړی و، چې یوه ګوتمۍ، د واده جوړه د لمر ګلي یو ګل یې پرې اخیستی و.

پیټریشا د خپل واده په اړه وایي چې په عام ډول سره ویل کېږي چې ښځې باید له دیرش کلنۍ دمخه واده وکړي او دې هم غوښتل چې دغه فکر غلط ثابت کړي او له دیرش کلنۍ دمخه یې له خپل ځان سره واده وکړ.

نوموړې وایي چې له خپل نامزاد سره یې د وخت په تېرولو سره دا احساس وکړ چې خپل ذات ورته ارزښت لري او پرېکړه یې وکړه چې د کوم بل چا لپاره خپل احساسات او غوښتنې نه ترک کوي او په همدې سبب یې اړیکه پرې کړه او پاتې ټول ژوند به پخپل ځان پام کوي او خپلو خوبونو ته به تعبیر ورکوي.

دا هم ولولئ

د الوتکې په څېر لاسي بکس؛ له الوتکې یې قیمت لوړ دی

یو امریکایي ډیزاینر یا ډیزاین کوونکي له پوستکي څخه یو داسې لاسي بکس جوړ کړی، …